د لاس رسي وړ اتصالات

توپ اچوونکو افغانستان د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ورساوه


افغانستان د نولس کلنو نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ووت.

افغانستان د نولس کلنو د نړیوال جام په کوارټر فاینل کې د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو نیمه پای لوبې ته یې لار وموندله.

سره لدې چې افغانستان پخپل نوبت کې د سریلانکا لوبډلې ته یوازې د ۱۳۵ منډو هدف ورکړی خو سیالې لوبډلې دا هدف پوره نشو کړی او ټول لوبغاړي یې د ۱۳۰ منډو کولو نه وروسته وسوځیدل.

د افغانستان لپاره عبدالهادي ۳۷ منډې وکړلې چې تر ټولو لوبغاړو ډیرې وې. ځوان لوبغاړي نور احمد ۳۰ منډې وکړلې چې د همدې لوبغاړو د منډو له کبله افغانستان وکړی شوی د سریلانکا لوبډلې ته نسبتاً ښه هدف ورکړي.

د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی نور احمد شو.

افغانستان به د انګلستان د لوبډلې سره د فبروري د میاشتې په لومړۍ نیټې په نیمه پای لوبې کې مخامخ شي.د افغانستان د نولس کلنو د لوبډلې کپتان سلیمان صافي د دې لوبې د بريا مبارکي د افغانستان ټول ولس ته وویله او زیاته یې کړه چې د انګلستان سره به طبیعي لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG