د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان پوځي د ناټو عسکر وژلی دی


یو افغان پوځي د ناټو عسکر وژلی دی
یو افغان پوځي د ناټو عسکر وژلی دی

په افغانستان کې د نړیوال ایتلاف مامورین وايي چې یوه افغان سرتیري پرون د یکشنبې په ورځ یو د ناټو عسکر وژل دی.په یوې بیانیه کې چې د ناټو له خوا خپره شوې راغلي دي چې دغه پېښه د افغانستان په جنوب کې شوې ده خو د وژل شوي عسکر د هویت په هلکه څه نه دي ویل شوي.

دا پېښه د افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا د ناټو پر عسکر باندي د څو کلونو حملو په سلسله کې وروستۍ پېښه د

افغان او د ناټو عسکر تل یو ځای د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کوي او د یوه بل سره نږدې کار کوي.

بل پلوه نن د دوشنبې په ورځ ناټو اعلان وکړ چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې یې د افغان ملي امنیتي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې د طالبانو څو مشکوک مشران نیولي دي.

په عین حال کې پرون د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا غونډه وکړه او د افغان ملي پوځ پر اوږدمهاله تګلارې باندي یې خبري وکړې.

د ولسمشر حامد کرزي دفتر په یوې بیانیې کې وویل چې د ملي امنیت د شورا د غونډې تاکید د پوځ پر ښوونې او روزنې او اکمالاتو باندي و چې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د ټول هیواد د ساتنې او دفاع چارې په غاړه واخلي.

اوس مهال د نړیوالو قواوو نه و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امینتي مسولیت د لېږد دویم پړاو په جریان کې دی او ټاکل شوې چې دغه تدریجي بهیر به د ۲۰۱۴ کال ترپایه پوري بشپړ شي. خو زیات شمیر ناظرین په دې باور دي چې د نړیوالې ټولنې د دوام داره ملاتړ پرته به د افغانستان د بیلابیلو ډلو ترمنځ د ژورو توپیرونو او بې اتقافۍ له امله افغانتسان بیرته هغه کورنۍ جګړې ته ستون شی کله چې پخواني شوروی اتحاد د وتلو سره سم مخامخ شو.

XS
SM
MD
LG