د لاس رسي وړ اتصالات

امریکاته د لېږدول شویو افغانانو امنیتي سابقه په غور سره څېړل کیږي


امریکا ته د انتقال بهیر
امریکا ته د انتقال بهیر

د افغان مهاجرینو د میشت کېدلو لپاره د سپینې ماڼۍ استازی جک مارکل او د امریکا د کورني امنیت وزیر الیهاندرو مییورکس د جمعې په ورځ د سپټمبر ۲۴ ( تلې ۲)‌ په امریکا کې د دغو کډوالو د مېشتو کولو په هکله معلومات ورکړل.

د سپینې ماڼۍ له خوا ټاکل شوي استازي جک مارکل وویل چې د ملي امنیت له ټیم سره په همکارۍ د ایالتونو او سیمه ایزو حکومتونو، خصوصی سکتور، د متقاعدو عسکرو د ټولنو او نادولتي موسسو سره په همغږۍ کې د افغان مهاجرینو په میشت کولو باندې کار کیږي.

هغه وویل "دمتحدینو د ښه راغلاست د پروګرام تر ټولو مهم هدف د افغان متحدینو لپاره د بیا مېشت کېدو د باعزته او منظمې پروسې رامنځته کول دي."

هغه زیاته کړه چې د ټول هیواد په کچه له دې پروسې سره ښه همکاري موجوده ده او امریکایان له خپلو هغو متحدینو سره په مرستې ویاړي چې له دوی سره یې په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې همکاري کړې وه.

د متقاعدو سرتیرو ټولونو، د دواړو ګوندونو سیاستوالو، مذهبي ټولنو او په امریکا کې د میشتو افغانانو ټولنو په دې برخه کې ډیره مرسته کړېده.

هغه وویل "د امریکا حکومت ، امریکا ته د راتخیله شویو افغانانو د امنیتي او روغتیايي سابقې د معلوملو لپاره یو شمیر قوي تدابیر نیولی دي. چې زمونږ هیواد وال او متحدین دواړه خوندي او روغ وساتل شي."

د امریکا د کورني امنیت وزیر الیهاندرو مییورکس وویل د مهاجرینو د امنیتي سابقې د معلومولو لپاره د څو پړاونو درلودونکې قوي پروسه رامنځته شوې او د امریکا د کورني امنیت وزارت ۴۰۰ کسه پرسونل په متحده ایالاتو، بحرین ، جرمنی، کویټ ، ایټالیا، قطر، هسپانیا او عربي متحده اماراتو کې د تخلیه شویو افغانانو د امنیتي سابقې په ارزونې باندې کار کوي. دغه کار د دفاع د وزارت، د تحقیقاتو د فدرالي ادارې یا اف بي آی او نورو ادارو سره په همکارۍ ترسره کیږي.

هغه وویل چې لېږدول شوي افغانان د ویرجینیا، نیومکسیکو، وسکانسن، ټکزاس نیوجرسي او انډیانا په ایالتونو کې د امریکا د وسله والو ځواکونو په اتو پوځي اډو کې د لنډ وخت لپاره ساتل کیږي.

نوموړي‌ زیاته کړه: "مونږ له افغانستان څخه د خپلو پاتې متحدینو راویستلو ته ژمن یو او د هغو کسانو تخلیې ته دوام ورکو چې غواړي له دغه هیواده ووځي."

د Parole یابشري خواخوږۍ له مخې د منل شویو مهاجرو برخلیک

د کورني امنیت وزیر د بشري خواخوږۍ له مخې د منل شویو مهاجرو په هکله وویل " مونږ د هغو کسانو د برخلیک په معلوملو باندې غور کوو چې د بشري خواخوږۍ له مخې په مشروط ډول منل شویدي. مونږ یو لړ قوانین پیشنهاد کړي چې دوی ته د مهاجرو حیثیت ورکړل شي چې وکولای شي د بیا میشت کېدو د پروګرام له سهولتونو برخمن شي او د پناه غوښتنې درخواستونه وکړي.”

ښاغلي مارکل هم وویل: "په دې باندې غور کیږي چې د بشري خواخوږۍ له مخې په مشروط ډول منل شویو کسانو ته هم د مهاجرت د خاصو ویزو د لرونکو مهاجرو په شان قانوني حیثیت ورکړو چې د بیا میشته کېدو له ګټو برخمن شي په همدې خاطر سپینې ماڼۍ څو اونۍ مخکې کانګرس ته د همدې مقصد د ترلاسه کولو په خاطر یوه پیشنهادي بسته ولېږله. زه هیله مند یم چې دغه کار وشي ځکه له دغو خلکو سره به ډیره مرسته وکړي."

هغه وویل تر دې دمه څه باندې ۵۰۰۰۰ زره افغانان امریکا ته رالېږدول شوي او په موقتي ډول په پوځي اډو کې ساتل کیږي. هغه زیاته کړه چې په پام کې ده د اکټوبر د میاشتې په لومړیو کې په اروپا کې د امریکا د پوځ له اډو څخه شاوخوا ۱۳ زره نور افغانان هم امریکا ته را انتقال شي.

د اګست په پنځلسمې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو د دغې میاشتې تر ډیرشمې پورې له ۱۲۲ زرو څخه زیات افغانان او بهرني اتباع له کابل څخه بهر ولېږدول شول. د دغو کسانو زیات شمیر افغانان و چې په لومړۍ مرحله کې په منځني ختیځ او اروپا کې د امریکا پوځي اډو ته انتقال شول.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم له بهرنیانو سره د کارکونکو افغانانو او په افغانستان کې د پاتې بهرنیانو د تخلیې بهیر د قطر په مرسته دوام لري.

XS
SM
MD
LG