د لاس رسي وړ اتصالات

د فساد ختمول د افغانستان ستراتیژیکه اړتیا ده - راپور


نړیوال شفافیت وایي د دولت پایښت او د سولې پلي کیدل هغه وخت تضمین کیدای شي چې د فساد د مخنیوي لپاره سمدستي عمل وشي.
نړیوال شفافیت وایي د دولت پایښت او د سولې پلي کیدل هغه وخت تضمین کیدای شي چې د فساد د مخنیوي لپاره سمدستي عمل وشي.

د شفافیت نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې د دموکراسۍ د پلي کولو لپاره باید حکومت د فساد په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د شفافیت نړیوال سازمان وایي د افغانستان حکومت یواځې هغه وخت د دولت پایښت او د سولې پلي کول تضمینولی شي چې د فساد د مخنیوي لپاره سمدستي عمل وکړي، سیاسي مداخلې او په چارو کې خپلوي محدوده کړي او په فساد اخته کسان عدالت ته کش کړي.

د شفافیت نړیوال سازمان او د افغانستان د شفافیت د څار بنیاد په گډه د فساد په وړاندې د مبارزې په هکله د افغانستان وړتیا په پراخه توگه په یو راپور کې ارزولې ده.

د شفافیت په نړیوال سازمان کې د آسیا او اوقیانوس د څانگې مسؤل سریراک پلیپت وویل چې "جمهور رئیس غني د فساد د جړلو د ایستلو ژمنه کړې ده – دغه راپور هغه ته د عملي اقدام نقشه ور په لاس کوي."

راپور وایي چې په افغانستان کې عامه سکتور د سترې پانگونې سره سره افغانانو ته حتی د ډیرو لومړنیو خدمتونو د برابرولو په مبارزه بوخت دی چې عامل یې په مقرریو او د مقاماتو په لېرې کولو کې سیاسي مداخله او د فساد او رشوت خوړلو د مخنیوي په مبارزه کې ناکامي گڼل شوی ده.

د افغانستان د شفافیت د څار د ټولنې رئیس سید اکرام افضلي خبرداری ورکړ چې که د افغانستان حکومت د خلکو باور له لاسه ورکړي، د بریالیتوب چانس به ونه لري. هغه وویل چې د فساد جړلې ایستل اوس یوه ستراتیژیکه اړتیا ده.

د شفافیت نړیوال سازمان ویلي دي چې د تاوتریخوالي او جرایمو له نیمایي څخه لږ قربانیان پولیسو ته عرض کوي. ددې بنسټ د موندنو له مخې د افغانستان محاکم هم خپلواک نه دي او زورواکان له قانون نه معاف دي. همداشان ویل شوي چې د افغانستان سیاستوال او مخور ددې هیواد په عدلي او قضایي نظام کې سخت نفوذ لري.

په دې راپور کې د کابلبانک د پوروړي او بندي سره د هوشمند ښارگوټي د جوړولو د تړون لاس لیک کول له واک نه د سؤ استفادې د مثال په توگه ذکر شوي دي.

د افغانستان د پارلمان غړي په څو موردو کې د پولیسو له منصبدارانو سره په بې ځایه فزیکي تاوتریخوالي تورن شوي دي او ادعا شوی ده چې د افغانستان یو شمیر وکیلان د پیسو د اخیستلو په بدل کې هغو وزیرانو ته چې د ولسي جرگې د بې باورې له رای سره مخامخ وو، د باور رایه ورکړې ده.

د دولت د شاو خوا ٨٠٠٠ مامورینو د شتمنیو د ثبت سره سره په افغانستان کې د فساد ضد مبارزې بنسټونه د شتمنیو د راپور د خپرولو په دلیل ددې مقاماتو څخه شاو خوا ٦٠٠ کسه د خپلو مکلفیتونو په نه ترسره کولو تورن شوي دي.

دا راپور د فساد په ضد د خپلواک بنسټ د جوړولو، د عدلي او قضایي ادارو د مامورینو د ټاکلو، او زده کړو لپاره د قضایي خدمتونو د خپلواککمیسیون رامنځ ته کول، په قضایي چارو کې د پارلمان د لاس وهنو مخنیوی او د لوی څارنوال په توگه د یو پاک نفسه شخص ټاکل د هغو اقداماتو په ډله کې مطرح کړي دي چې کیدای شي په افغانستان کې د فساد مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG