د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو مرکز: په افغانستان کې رسنۍ تر سخت کنټرول لاندې دي


د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۵ کال د کلني راپور په خپرولو سره، په روان کال کې د هېواد د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ وضعیت ډېر ترینګلی او محدودوونکی ارزولی دی.

دا راپور، چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د راټولو شویو معلوماتو او د رسنیو له حقونو څخه د سرغړونو د دقیقې ارزونې پر بنسټ چمتو شوی، ښيي چې په افغانستان کې د رسنیو فضا په روان کال کې تر سخت کنټرول او ځپنې لاندې وه.

دا راپور د افغانستان د خبریالانو مرکز د عدالت غوښتنې څانګې له لوري چمتو شوی دی.
په دې راپور کې د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت څېړل شوی دی.

په دغه راپور کې چې د شنبې په ورځ، د ډسمبر په ۲۷مه خپور شو، راغلي دي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۵ کال کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۲۰۵ پېښې ثبت کړې دي، چې پکې د دوو تنو وژل کېدل، درې تنو ټپي کېدل ــ پاکستاني پوځیانو ته منسوب شويو بریدونو کې ــ او د ۳۴ خبریالانو د نیولو په ګډون، ۱۶۶ د ګواښونو پېښې شاملې دي. له نیول شویو خبریالانو څخه پنځه تنه لا هم په زندان کې دي.

د دې راپور پر بنسټ، په تېرو دولسو میاشتو کې د واکمنې ادارې فشارونه د رسنیو پر وړاندې لا ډېر سانسور او محدودیتونه رامنځته کړی دی. د نیول شویو خبریالانو د اجباري اعترافونو خپرول، د لوړپوړو چارواکو په خبري ناستو کې د ښځينه خبریالانو د شتون مخنیوی او یا هم په ژوندیو مطبوعاتي غونډو کې د ښځینه خبریالانو د غږ سانسور، هغه بېلګې دي چې د وېری، اختناق او سخت جنسي تبعیض د دودولو ښکارندویي کوي، چې تر دې وړاندې یې په هېواد کې ساری نه درلود.

په رپوټ کې د ګواښونو ځینو نورو مواردو ته هم اشاره شوې چې په هغو کې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۷ نورو ولایتونو ته په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز ته اشاره شوې چې د لږ تر لږه ۲۰ تلویزیونونو د بندېدو لامل شو. راپور وایي د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د پلي کېدو له پیل راهیسې، د هغو ولایتونو شمېر چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز په کې په رسمي ډول اعلان شوی، ۲۳ ته ورسېد. سربېره پر دې، په تېرو دولسو میاشتو کې دوه ټلوېزیونونه او دوه راډیوګانې هم د سیاسي او امنیتي لاملونو له امله تړل شوي دي او د ښځينه‌وو لږ پاتې رسنۍ هم د جنسي تبعیض له کبله د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د رپوټ پر بنسټ پر هغو خبریالانو سربېره چې پاکستاني نظامیانو ته په منسوب شویو بریدونو کې وژل شوي يا ټپيان شوي دي، د نورو ټولو پېښو عاملین د طالبانو د حکومت بنسټونه او چارواکي وو. دغه شمېر د ۲۰۲۴ کال په پرتله، چې پکې ۱۸۱ پېښې ثبت شوې وې، شاؤخوا ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي چې پکې ۱۳۰ د ګواښونو او ۵۱ د خبریالانو نیول پکې شامل وو. لدې ډلې څخه لږ تر لږه ۱۸ پېښې د رسنیو پر فعالیت د بندیز یا تړل کېدو په اړه وې. د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ مې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیولو د ۲۶۰ پېښو په ګډون د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې شاؤخوا ۶۰۰ پېښې ثبت کړي دي.

راپور وایي واکمنه اداره د خپلو رسمي او غیررسمي جوړښتونو او دولتي او ملاتړو رسنیو څخه د تبلیغاتي وسیلو په توګه کار اخلي. د راپور موندنې ښیي چې د استخباراتو لوی ریاست او د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په تېرو څلورو کلونو کې په بشپړې خپلواکۍ او د محدودونکو رسنیزو کړنلارو پر بنسټ، د روښانه حقوقي چوکاټ نه پرته، د رسنیو او خبریالانو پر ضد اقدام کړی دی. د دې ترڅنګ د خپلواکو او ازادو رسنیو په ځپلو او معلوماتو ته د لاسرسي په محدودولو سره یې، د «یو غږیز سیاست» او د مخالفو غږونو پرته د یو اړخیزو روایتونو دودولو او خپلواکو رسنیو او خبریالانو د بدنامولو په موخه، ښکاره او پټ جوړښتونونه مدیریت کوي.

په پای کې د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي یاد وضعیت په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو له بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه د سرغړونې په تړاو ژورې اندېښنې راولاړې کړي او په افغانستان کې یې د بیان ازادۍ او د رسنیو د ودې راتلونکی له جدي ګواښونو سره مخامخ کړی ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان واک تر لاسه کړ او په رسنیو یې کلک محدودیتونه ولګول. د بې پولې خبریالانو د سازمان د یو راپور له مخې، د طالبانو د بندیزونو په اساس، په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنیو کار بند کړی او زرګونه خبریالانو یا دندې پرېښې او یا یې له لاسه ورکړې دي. همدارنګه ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د رسنیو خپلواکۍ ته ژمن دي او رسنۍ باید د خپرونو پر مهال اسلامي او ملي ارزښتونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوه خپلواک او نادولتي بنسټ په توګه، په ۲۰۱۴ کال کې د کلنیو او ځانګړو راپورونو چمتو کول اوخپرول پیل کړل او دې لړۍ په تېرو ۱۲ کلونو کې دوام درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG