د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې له خوا په ارزګان ولایت کې د پنځو سیمهییز خبریالانو نیول "غندلي" او د خبریالانو "مسلکي حقونو ته یې درناوي" غوښتنه کړېډه.
دې مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا خبریالان چې پر "انځورونو او وېډیو اخیستلو باندې د بندیز" څخه د سرغړونې له امله نیول شوي وو، په کتبي شکل د انځورونو او ویډیو اخیستلو د بندیز د مراعتولو په اړه د ژمنې له ورکولو وروسته آزاد شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز یاد اقدامات د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د فشارونو د دوام او اطلاعاتو ته پر لاسرسي د محدودیتونو د زیاتېدو په معنا بولي او د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې له خبریالانو سره له ناوړه چلند او د هغوی له سپکاوي لاس واخلي او اجازه ورکړي چې خبریالان د نیول کېدو او ګواښ له وېرې پرته، خپل مسلکي کارونه په ازاده توګه ترسره کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز نیول شوي کسان د پیوستون تلویزیون خبریال سمیعالله رحماني، د پیوستون راډیو خبریال بریال منګل، د تړون راډیو خبریال احمدشاه جواد، د شمع او مید راډیوګانو خبریال احسانالله ولسمل او د طلوع نیوز تلویزیون خبریال بریالی انصاري یاد کړي دي.
په ارزګان کې پر انځور او ویډیو اخیستلو بندیز د ۱۴۰۴ کال په مرغومې میاشت اعلان شوی و.
د ۱۴۰۳ کال د زمري میاشتې څخه راپدیخوا په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز لړۍ د کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشېر، لغمان، سرپل، بلخ، هرات، پکتیا، ارزګان او کاپیسا ولایتونو په ګډون په ۲۵ ولایتونو کې په رسمي ډول اعلان شوېده.
فورم \ دبحث خونه