د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان کې د ټرمپ وینا ته غبرګونونه


افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د تګلارې مهم ټکي دا وو چې امریکا به له افغان حکومت سره مرسته کوي تر څو سوله راشي، خو پر پاکستان یې کلکې نیوکي وکړې چې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي.

افغان ولسمشر، اجرايي مشر او ځینو نورو افغانانو د امریکايي ولسمشر نوی تګلاره ستایلې ده.

امریکا غږ اشنا په خپل فیسبوک کې د ولسمشر ټرمپ د تګلارې په اړه د خلکو نظرونه وپوښتل. سلګونو کسانو د امریکا غږ اشنا په فیسبوک پاڼې تبصرې لیکلي، د بېلګې په ډول د پسرلي په نامه یو لوستونکي لیکلي: ټرمپ هغه وخت په افغانستان کې کامیابېدی شي چې په پاکستان فشار راوړي او پوځي مرستې ورسره بندې کړي.

هغه څه چې تر ډېره د ټولنیزو رسنیو افغان فعالان پرې یوه خوله دي، هغه د امریکا په نوې تګلارې کې پر پاکستان د فشار راوړلو او زیاتولو خبره ده. دوی د ولسمشر ټرمپ د تګلارې دا برخه ډېره ستایلې ده چې پاکستان ته یې ویلي دي چې نور دې د ترهګرو ساتل او پالل پرېږدي.

"ټرمپه-چُپ-شه"

په پاکستان کې بیا د #shutuptrump یا ټرمپه-چُپ-شه هشتګ په کش کې دی.

د پاکستان د ټولنیزو رسنیو ډېر فعالان په دې پارېدلي چې ولې ولسمشر ټرمپ پاکستان د ترهګرو په پاللو او ساتلو تورن کړی دی. همدغه راز د ټولنیزو رسنیو ځینې پاکستاني فعالان په دې هم په غوصه دي چې ټرمپ ویلي هند په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته کوي.

د بېلګې په ډول د پاکستاني په نامه د ټویټر یو فعال لیکلي دي: پر موږ د تېروتنو په ځای خپلې تېروتنې جبران کړئ. همدغه راز د پاک انټي ام پي کروپ په نامه یو اکاونټ کې لیکل شوي: دا چې وايي هند افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره کار کوي، د نړۍ د یو لوی ټوکمار تر ټولو لویه ټوکه ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG