د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پینس: افغانستان لپاره به نوې تګلاره پخوانۍ ناکامۍ جبران کړي


ښاغلي پینس وویل چې د ولسمشر دونالد ټرمپ لپاره د امریکا د خلکو امنیت او خوندیتوب ډېر مهم دي او په خبره یې د افغانستان او اسیا لپاره د ولسمشر د نوې تګلارې اعلان هم د امریکا د امنیت او خلکو د خوندیتوب لپاره مهم اقدام دی.

نوموړی وايي نوې تګلاره به د "تېرو تګلارو ناکامۍ" او تېروتنې جبران کړي او له مخې به یې امریکا تر بل هر وخت "بریالۍ" وي.

میک پینس د ولسمشر ټرمپ د نوي تګلارې په مهمو برخو تبصره کړې ده چې امریکايي ورځپاڼې یو اس ټوډای خپره کړې ده. هغه د تګلارې دا برخه هم ستایلې ده چې امریکایي ځواکونه به وکولی شي ټولې هغه ترهګرې ځالې په نښه او ختمې کړي چې په افغانستان کې نا امني جوړوي او په سیمه کې امریکایانو ته ګواښ پېښوي.

نوموړی وايي په نوې تګلارې کې راغلي چې په افغانستان کې به د سیاسي جوړجاړي لپاره هم هلې ځلې کیږي چې باید افغان حکومت او طالبان ښه سیاسي نیت وښيي او مذاکرات پیل کړي. ښاغلی پینس وايي د دې خبرې مانا دا ده چې "موږ به په جنګ کې طالبانو ته ماتې ورکوو او د افغان حکومت ننګه به کوو" چې د دواړو هېوادونو خلک خپل ارام ژوند وکړي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ هغه خبره هم وستایله چې وایي امریکا به هغو هېوادونو ته د پېسو چیکونه ورنکړي چې د هغو ډلو ټپلو او ځواکونو تر شا ولاړ دي چې هره ورځ "زموږ خلک" راوژني.

ولسمشر ټرمپ په ښکاره وویل چې د پاکستان دا لوبه نشي زغملې. هغه وویل امریکا پاکستان ته میلیونونه ډالر ورکړي دي خو پاکستان بیا "زموږ دښمنان ساتلي او پاللي دي. دا حالت باید بدل شي".

ښاغلي پینس لیکلي دي چې ولسمشر ټرمپ مخکنۍ تګلاره بدله کړه او تر ټولو ښه خبره دا ده چې په نوې تګلارې کې به امریکايي ځواکونه له ضرورت سره سم مجهز کیږي چې په جنګ کې بری راوړي.

ولسمشر ټرمپ واک ته له رسېدو شاوخوا اووه میاشتې وروسته د افغانستان د جګړې لپاره د امریکا تګلاره اعلان کړه. وړاندې داسې ویل کېدل چې شاید هغه افغانستان ته د نویو سرتېرو د استولو اعلان وکړي، خو داسې ونشول.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG