د لاس رسي وړ اتصالات

منځني ختیځ ته د بایډن سفر او سعودي‌ سره د اسرائيل د روابطو د ښه کېدو هیلې


جو بایډن د امریکا د جمهور رئیس په توګه، منځني ختیځ ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې، سبا چهارشنبه ۱۳ جولای (چنګاښ ۲۲) اسرائیلو ته رسېږي او له هغه ځایه سعودي عربستان ته ځي.

اسرائیل لېوالتیا ښیي چې جمهور رئیس بایډن ددې سفر په جریان کې د اسرائیلو او سعودي عربستان ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکې اعلان کړي.

د اسرائیلو لومړي وزیر، یاییر لاپیډ له اسرائیلو څخه عربستان ته د بایډن د تللو په اړه وویل: "هغه به له ځان سره زموږ د سولې او امید پیغام یوسي. اسرائیل د سیمې ټولو هېوادونو ته لاس غځوي او غږ ورباندې کوي چې له موږ سره اړیکې پیل کړئ او ارتباطات ولرئ."

اسرائیلي سیاسي شنونکي وايي، که څه هم تر اوسه د دیپلوماتیکو اړیکو امکان نه لیدل کېږي، خو د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د نورو اصلاحاتو ترڅنګ په تدریجي ډول د اسرائیلو سره د غوره اړیکو د ټینګولو هڅه کوي.

د تل ابیب په بار ایلان پوهنتون کې د اسرائیلو او متحده ایالاتو د اړیکو متخصص پروفیسر جانتن رین هولډ، د سعودي د ولیعهد ددې هلو ځلو په اړه وايي: "هغه پوهېږي چې سعودي عربستان به نور د دې توان ونلري چې خپل ټول هیواد له تېلو تمویل کړي. دا حالت راتلونکی دی او له همدې امله دوی پرمختګ او د عصري دور په لور تګ ته اړتیا لري."

ښاغلی هولډ وايي، اسرائیلو ته په دې سیمه کې د یوه واقعي اقتصادي شریک په سترګه کتل کېدای شي: "اسرائیل په ستراتیژیک ډول، یوازینی هغه هیواد دی چې په سوریه او سیمه کې یې د ایران د نفو‌ذ مخه نیولې... سعوديان ددې درناوی کوي."

تمه کیږي چې جمهور رئیس بایډن به د اسرائیلو او سعودي عربستان په ګډون د یوې سیمه ایزې دفاعي ډلې اعلان وکړي، چې د اسرائیلو او ددي سیمي د عربو هيوادونو ترمنځ د خبرو دپاره جوړیږي.

فلسطینیانو ته به په دې سیمه ایزو تړونونو کې د ګډون بلنه ورنکړل شي. فسطینیانو له دغه تصمیم سره وار له مخې مخالفت ښودلی دی. که څه هم جمهور رئیس بایډن به د منځني ختیځ د دغه سفر په ترڅ کې د فلسطین له جمهور رئیس محمود عباس سره وګوري خو فلسطیني مشران نارضایتي څرګندوي‌ چې د بایډن سفر د اسرائیلو او فلسطین د شخړې د حل پر ځای له اسرائیلو سره د سیمه ییزو متحدینو د اړیکو په لا ټینګولو متمرکز دی.

د فلسطین لومړی وزیر محمد اشتیه وايي: "د اشغال له پای ته رسېدو پرته به د عربو [سره د اړیکو] د عادي کېدو دا ډول غونډې د اسرائیلو لپاره د یوه فرېب او وړیا انعام پرته، بل څه نه وي."

تمه کیږي چې جمهور رئیس بایډن سعودي عربستان ته د خپل سفر په مهال هڅه وکړي چې په ۲۰۱۸ کې د وژل شوي سعودي الاصله امریکایي خبریال جمال خاشقجي د قضیې له امله زیانمنې شوي اړیکې ورغوي.

بایډن به د تیلو د صادروونکو هيوادونو د سازمان (OPEC) د تیلو د تولیداتو پر زیاتولو ټینګار وکړي ترڅو د روسیې د تیلو ځای ونیولای شي.

سعودي الاصله امریکایی خبریاله نجات السعید د (شرکا) په نامه له یوې موسسې سره د سلاکارې په توګه کار کوي چې د سیمې ځوان مشران د اسرائیلو او د خلیج د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د رغولو لپاره راټولوي.

نجات السعید وايي، که ددې سفر موخه یوازې دا وي چې سعودي ته د تیلو د تولید د زیاتولو امر وشي، نو دا به نتیجه ورنکړي، "ځکه چې له دې مخکې نورې مهمې مسئلې لا پر ځای پاتې دي. اصلي خبره دا ده چې دوی‌ باید په ملي امنیت تمرکز وکړي. د ایران د ګواښ په تړاو د سعوديانو د ملي امنیت مسئله مهمه ده."

د ایران د ګواښ په اړه اسرائیل او سعودي عربستان دواړه اندېښنه لري. شنونکي په دې نظر دي چې د متحده ایالاتو دیپلوماتیک فشار په سیمه کې د نویو اړیکو په پراخولو کې مرسته کولای شي.

XS
SM
MD
LG