د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن هڅه کوي سعودي قانع کړي چې د تیلو تولید ډیر کړي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن را روانه جمعه سعودي عربستان ته په رسمي سفر ځي چې د خلیج همکارۍ د سازمان په غونډې کې د ګډون تر څنګ به د سعودي د جګپوړو چارواکو سره هم وګوري.

ښاغلی بایډن ښایي د سعودي چارواکي وهڅوي چې د تیلو تولیدات ډیر کړي تر څو په نړۍ کې د تیلو بیې راټیټي کړي. اوس مال تیل دومره ګران شوي چې په تیرو څو لسیزو کې ساری نلري.

په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې د منځنۍ دورې انتخابات کیږي او کارپوهان پدې اند دي چې جمهور رئیس جو بایډن ښایي سعودي عربستان ته پخپل سفر کې د بشري حقونو په هکله د متحده ایالاتو په اندیښنو ونه غږیږي.

د (OANDA) په څیړنیز مرکز کې کارپوه کریګ ایرلام د فرانس پریس خبري اژانس ته پدې هکله وویل، " دا د منځنۍ دورې انتخاباتو څخه وړاندې د هغه (جو بایډن) اندیښنه څرګندوي چې لږ تر لږه وښیي په بازار کې د ستونزې د کمولو او بیو راټیټولو لپاره هلې ځلې کوي".

د بایډن لپاره د سعودي هڅول چې د اومه تیلو تولیدات ډیر کاندي لدې کبله هم یو څه آسان چې د پترولیمو د صادروونکو هیوادونو سازمان (اوپیک) تر منځ د هغې موافقې موده هم پای ته رسیږي چې دې هیوادونو په ۲۰۲۰ کال کې چې د کرونا وبا په چټګۍ مخ په خپریدو وه، د اومه تیلو تولیدات کم کړي و.

پدې سازمان کې لس ۱۳ هیوادونه دي چې مشري یې سعودي عربستان کوي او ۱۰ نور پکې شریکان دي چې د هغوي مشري بیا د روسیې سره ده.


په نړۍ کې د خامو تیلو د بیو لوړیدو له کبله د منځني ختیځ هیوادونه چې تیل لري، پدې تازه وخت کې ډیر عاید تر لاسه کړی او څرګنده نده چې آیا سعودي عربستان به د جمهور رئیس جوبایډن غوښتنه ومني که نه.

خو یو خپلواک مبصر سټیفن انیز وایي که سعودي عربستان د تیلو تولیدات ډیر کاندي دا به "ستره حیرانتیا" وي.

د سعودي عربستان اقتصاد چې تر ټولو ستره اتکا یې په تیلو ده، د سږ کال په لومړنۍ ربعې کې ۹.۶ په سلو کې پرمختګ کړی چې په تیرو لسو کالونو کې ساری نلري او کارپوهان وایي دا د سعودي عربستان لپاره مهم اقتصادي امتیاز دی چې د تیلو تولیدات ډیر نکړي.

په سعودي عربستان کې چارواکو وار د مخه ویلي چې تر وروستۍ اندازۍ د تیلو تولیدات لري او د نورو ګنجایش نشته.

د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د مې په میاشت کې ویلي و چې هیواد یې د نړۍ د تیلو په بازار کې چې هر څومره یې وس کیده، خپلې هلې ځلې کړي.

د امریکا جمهور رئیس داسې یو هیواد ته سفر کوي چې د واشنګټن پوسټ د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې د لاس لرلو له کبله ښاغلي بایډن سعودي عربستان ته د "اجنبي" هیواد نوم ورکړی و. جو بایډن د سعودي عربستان په هکله دا څرګندونې هغه وخت کړې وې چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید و.

وروسته تر هغه چې جمهور رئیس جو بایډن انتخابات وګټل د متحده ایالاتو حکومت د استخباراتي ادارو هغه راپور هم خپور کړ چې پکې ویل شوي و د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلو اصلي طرحه جوړوونکي و.
خو داسې معلومیږي چې ښاغلی بایډن غواړي د سعودي عربستان سره تعامل د سره پیل کاندي. له یوې خوا سعودي په سیمه کې د څو لسیزو راهیسې د امریکا ستراتیژیک متحد دی او له بلې خوا د تیلو یو ستر اکمال کوونکی هم دی. سعودي همدرانګه د متحده ایالاتو څخه ګڼ شمیر وسلې هم پیرلي دي.

XS
SM
MD
LG