د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: دا ځل به د سولې هڅې یوازې کابل ته محدودې نه وي


په غونډه کې حاضرو چارواکو په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو ملاتړ څرګند کړ
په غونډه کې حاضرو چارواکو په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو ملاتړ څرګند کړ

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله وايي چې دا ځل به د سولې خبرې یوازې کابل ته محدودې نه وي او په وینا یې د سولې په خبرو کې به د دغه هیواد له ټولو برخو استازي ګډون ولري.

عبدالله عبدالله د سه شنبې د ورځې جون ۲۳ ( چنګاښ ۳) یو ویډیوي کنفرانس ته په وینا کې چې د اروپا د سولې د انستیتوت په نوښت جوړ شوی و، وویل چې اوس په افغانستان کې سولې ټینګیدو په برخه کې یو مناسب فرصت رامنځته شوی دی.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس وویل چې د افغانستان په دننه کې افغانانو د سولې په ملاتړ د سیاسي هوکړې په لاسلیک کولو سره یوې اجماع ته سره ورسیدل. هغه وویل سیمه او نړۍ هم د افغانانو د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

په دغه ویډیو کنفرانس کې د برتانیې، جرمني، ناروې، هالنډ او فنلنډ افغانستان لپاره ځانګړو استازو او هم د اورپا د سولې د انسیتیوت رئیس ګډون کړی و.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د یوې اعلامیې له مخې په دې غونډه کې حاضرو دغو چارواکو په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو ملاتړ څرګند کړ.

په دې اعلامیه کې د ښاغلي عبدالله له قوله راغلي: "د سولې هڅې دا ځل به یوازې کابل ته محدودې نه وي، بلکې له ټول افغانستان څخه به استازیتوب وکړي. د سولې مرکچي پلاوی چې د افغانستان د ټولو سیاسي ګوندونو او ټولنیزو جریانونو څخه استازیتوب کوي، چمتو دی چې طالبانو سره خبرې پیل کړي".

همداشان ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتیدو یادونه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د تاوتریخوالي د کمیدو په برخه کې د سولې د هڅو د بریالیتوب لپاره د یو مهم اصل په توګه اقدام وکړي.

د اروپا د سولې انستیتوت ته عبدالله عبدالله دا وینا په داسې حال کې کړې چې افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا ویلي چې په افغانستان کې سیاسي بهیر باید د دغه هیواد واکمني، خپواکي، ځمکنۍ بشپړتیا، اساسي قانون امرونه او ملي یووالی پیاوړی کړي.

ښاغلي کوبیا د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې دا د څرګندونې د اروپايي هیوادونو د ۲۷ بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د رئیس ګډې څرګندونې دي.

افغان حکومت د اروپایي ټولنې د استازي دا څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ستایلي دي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د ښاغلي کوبیا د څرګندونو وروسته د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې افغان حکومت د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو او د دغې ټولنې د بهرنیو اړیکو د رئیس د اصولي دریځ هرکلی کوي.

ښاغلي صدیقي په ټویټر لیکلي: "افغان حکومت په کلکه د اروپايي ټولنې د اصولي دریځ او کومه اعلامیه چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو او د دغې ټولنې د بهرنیو اړیکو د رئیس له خوا د یو خپلواک، ازاد او سوله ییز افغانستان په څنګ کې د دریدلو په اړه خپره شوې هرکلی کوي".

افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په اړه د هیلو سره سره اندیښې هم لا په خپل ځای دي.

تیره ورځ افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې پر وړاندې د کورنیو او بهرنیو تخریبکارانو اقداماتو ته پاملرنه وکړي.

ښاغلي خلیلزاد د ټویټر په پاڼه له دواړو ښکیلو خوا وغوښتل چې د سولې د ټینګیدو لپاره نورګامونه هم واخلي.

XS
SM
MD
LG