د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: ګاونډیان دې له کړکېچ زېږوونکو سیاستونو څخه ډډه وکړي


تیره اونۍ په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ایران پر ضد لاریونونه وشول
تیره اونۍ په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ایران پر ضد لاریونونه وشول

د ایران بهرنیو چارو وزارت له خوا په تهران کې دغه وزارت ته د افغان سفیر له احضار وروسته د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش له خپلو ګاونډیانو څخه له افغانستان سره د نړیوالو قوانینو او درناوي ډک چلند غوښتنه کړې ده.

ښاغلي دانش د یکشنبې په ورځ جون ۱۴ ( غبرګولي ۲۵) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي: "مونږ په کلکه له هغو غواړو چې د هر ډول کړکېچ زېږیدونکي سیاست څخه ډډه وکړي، مونږ په بشپړه توګه کولی شو خپلې مسلې د خبرو او یو بل ته د درناوي له لارې هوارې کړو".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په ایران کې افغان سفیر په کابل کې د یو شمیر لاریون کوونکو له خوا د ایران سفارت پر وړاندې د اعتراض له امله چې ایراني چارواکو "د سپکاوي اقدام او تعرض" ګڼلی دغه وزارت ته ورغوښتی وو.

ایراني دولتي رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د لوېدیځې اسیا د چارو مسول سید رسول موسوي افغان سفیر عبدالغفور لیوال سره په کتنه کې د خپل هیواد ژوره اندیښنه هغه ته څرګنده کړې وه.

ښاغلي موسوي په کابل کې د ایران سفارت مخې ته د لاریون کوونکو اقدام د یو شمیر محدودو کسانو غلط اقدام ګنلی وو او د دواړو هیوادونو پر اړیکو یې د اغیزو په اړه څرګندونې کړې وې.

تیره اونۍ په کابل او یو شمیر نورو ښارونو اوسیدونکو په ایران کې د افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي ساتوونکو د چلند او په ځانګړي ډول د افغان کډوالو موټر ته د اور اچولو پیښو د غندنې لپاره لاریونونه کړي دي.

لاریون کوونکو د ایران حکومت د بشري حقونو څخه پر سر غړونې هم تورن کړی وو.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان سفیر د ایران اعتراض لیګ ترلاسه کړی او وايي چې د قانون له مخې خلکو په کابل کې سوله ایز او مدني اعتراض کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې اعلامیې کې وویل، که د افغانستان د قانون په اساس په دغه اعتراض کې کومه بي نظمي شوې وي، پلټنه به یې وشي.

دا لاریونونه وروسته له هغې وشول چې تیره اونۍ د ایران د یزد په ښار کې د افغان کډوالو د سپرلۍ پر موټر د ایراني امنیتي ساتوونکو د ډزو په پایله کې درې تنه ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

ایران د دې پیښې عامل د انساني قاچاق وړونکي ډلې ګڼلې دي.

د دغې پیښې وړاندې د ثور د میاشتې په ۱۳ مه هم د ایران او افغانستان په سرحد کې یو شمیر افغان کډوال په هریرود سیند کې د ډوبیدلو له امله ۱۲ تنه مړه شوې وو.

د دې پیښې شاهدانو ادعا کړې چې ایراني سرحدي ساتوونکو ۴۶ افغان کډوال چې په غیر قانوني ډول ایران ته د ننوتلو هڅه یې کوله نیولي او په سیند کې اچولي دي.

د دې پيښې څخه ۱۷ تنه ژوندي بچ پاتې شوي، خو ۱۷ تنه لا هم لادرکه دي.

XS
SM
MD
LG