د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په تعلیمي نظام کې افراطیت د ښځو د حقونو فعالان اندېښمن کړي دي

د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت کمېسیون د چهارشنبې په ورخ په نیویارک ښار کې د افغانستان په اوسني تعلیمي نظام کې د افراطیت په اړه یوه غونډه رابللې وه.

د غوندې برخه والو په هېواد کې د ښځو او نجونو پر ښوونې او روزنې شته محدودیتونه وارزول.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د افغانستان د راتلونکې لپاره د تعلیم پر ارزښت ټینکار وکړ ويي ویل دوي به "د تعلیم د بندیز او د طالبانو د رژیم پر وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکړي."

د غونډې نورو برخه والو اندېښنه لرله چې په تعلیم باندې محدودیتونه کولای شي عدالت، د جندر مساواتو او دایمي سولې او ثبات ته رسېدل اغېزمن کړي.

د غونډې یوې برخې والې فرییا رضايي وویل چې د افغانستان مسله اوس د نړۍ لپاره لومړیتوب نه لري. د مېرمن رضايي په باور د افغانستان ستونزه یوازې افغانانو پورې محدوده نده بلکې یوه نړیواله ستونزه ده.
د غونډې بل ګډونوال عبدالله عزیزي بیا پدې باور و چې بدلون باید دننه د افغانستان نه رامنځته شي او ددې کار لپاره اړتیا ده چې ښځې او نارینه دواړه په مشترکه لاس پکار شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت پر افغانستان تر حاکمېدو وروسته، طالبانو له شپږم ټولګي پورته د ښځو او نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه. همدارنګه یې ښځو ته له محدودو ځایونو پرته، اجازه ورنکړه چې په حکومتي ادارو کې کار وکړي.

د مارچ په اتمه، د ښځو په نړیواله ورځ د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته لیکلي و چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او واشنګټن يي «وحشیانه» کړنې غندي.

د وزارت د رسنیو د برخې یو مسئول امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې لیکلي چې متحده ایالتونه د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو څخه ملاتړ کوي.

طالبان د ښځو او نجونو تعلیم د افغانستان کورنۍ مسله بولي. دوي ژمنه کړې وه چې د تعلیم ستونزه هواروي خو د څه باندې څلورو کالو په تېریدو سره اوس هم د ټولو نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې دي.




فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG