د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني لوبغاړي احمد شهزاد ممنوعه درمل خوړلي، ښايي له لوبو بند شي


احمدشهزاد په وروستي ځل تېره میاشت د پاکستان لپاره ولوبېده

د پاکستان کرکټ بورډ وايي د دوی معایناتو وښوده چې د دغه هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي احمد شهزاد ممنوعه یا غیر مجوز درمل خوړلي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي چې هغه ته به ژر سزا واورول شي چې ښايي پرې د لږ یا ډېر وخت لپاره د لوبو کولو بندیز هم ولګیږي.

د پاکستان کرکټ بورډ تېره میاشت ویلي وو چې کوم لوبغاړي یې ممنوعه درمل خوړلي دي، خو نوم یې ښودلی نه و. بورډ ویلي وو چې د تورن لوبغاړي معاینات کوي او چې معاینات یې مثبت ثابت شول، بیا به یې نوم هم اعلان کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان کرکټ بورډ ته د احمد شهزاد معاینات استولي وو. د پاکستان کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ(جولاۍ۱۰) په یوې اعلاميې کې ویلي دي چې د احمد شهزاد معاینات مثبت دي چې ښايي له بندیز سره مخامخ شي.

تراوسه لا معلومه نه ده چې پر هغه به څومره بندیز ولګول شي. احمد شهزاد ۲۶ کلن دی او د پاکستان د ملي لوبډلې اوپنر یا د پیل لوبغاړی دی.

هغه له څو کلونو راهېسې د پاکستان په ټیم کې کله لوبېدلی او کله هم له لوبډلې څخه ویستل شوی دی. هغه د پاکستان لپاره وروستۍ لوبه د جون په میاشت کې د سکاتلنډ خلاف وکړه چې د ۲۰ اورونو په دوو سیالیو کې یې ۳۸ منډې وکړې.

د کرکټ نړیوالې شورا لوبغاړي د هغو درملو له خوړلو جدي منع کړي چې لوبغاړو ته اضافي انرژي او طاقت ورکوي. په تېر وخت کې هم د پاکستان او ځینو نورو هېوادونو لوبغاړو دا ډول درمل خوړلي او سزا ورکړل شوې ده.

د افغانستان محمد شهزاد محمدي هم د ممنوعه درملو د خوړلو له کبله یوه کال له لوبو منع کړل شوی و.

XS
SM
MD
LG