د لاس رسي وړ اتصالات

د هند-پاکستان سیاسي اختلاف له کبله اسیا کپ اماراتو کې کیږي


د اسیا کپ په سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي
د اسیا کپ په سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي

د اسیا د کرکټ شورا پرېکړه وکړه چې د اسیا کپ د ۲۰۱۸ کال سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې وکړي.

مخکې داسې پرېکړه شوې وه چې دا سیالۍ به په په هند کې کیږي، خو پاکستان له هند سره د سیاسي اختلافاتو له کبله هغه هېواد ته له ورتلو انکار وکړ.

خو د اس پي ان ویبسایټ د راپور له مخې د کرکټ نړیوالې شورا مداخله وکړه او پرېکړه دا شوه چې دا سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې کیږي.

په دغو سیالیو کې به افغانستان، هند، سرېلانکا، بنګلدېش او پاکستان ګډون کوي. خو شپږمه لوبډله به يې د دویمې درجې د هېوادونو، متحدو عربو اماراتو، هانک کانګ، نیپال او عمان ترمنځ د غوراوي سیالیو له لارې ټاکل کیږي.

د اسیا کپ سیالۍ به په سپتمبر کې وشي.

د اسیا کپ په هرو دوو کلونو کې یو وار کیږي او تېر ځل په بنګلدېش کې شوې وې. دا به د اسیا کپ څوارلسم پړاو وي.

د تېر اسیا کپ سیالۍ د ۲۰ اورونو وې خو ویل کیږي چې دا وارې به د پنځوسو اورونو سیالۍ وي. د تېرو سیالیو په پایلوبه کې هند کوربه بنګلدېش ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

XS
SM
MD
LG