د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې په ایډز اخته کسان زیات شوي دي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، له ایډز سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ پرمختګ وستایه خو، خبرداری یې ورکړ چې، دغه لاس ته راوړنې له لاسه وتلی شي.

ښاغلي بان د ایډز د نړیوالې ناروغۍ په مناسبت د دوشنبې په ورځ په خپلې اعلامیې کې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې په ارزښت غږیدلی دی، په خاص ډول د هغو ماشومانو او پیغلو پر درملنې یې ټېنګار کړی، چې صحي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي د نړۍ مشران هڅولي، هغه هدف ته د رسېدو لپاره ضروري اقدامات وکړي چې، باید په ۲۰۳۰ کال کې نړۍ له ایډز څخه پاکه وي.

دا مهال په نړۍ کې ۳۵ میلیونونه انسانان په اچ آی وي چې، د ایډز ویروس انتقالوي، اخته دي.

ملګري ملتونه وايي د دغو کسانو له ډلې یې ۱۹ میلیونه نه پوهیږي چې، دغه ویروس نیولي دي.

د نړۍ د اچ آی وي د ټولو اخته کسانو ۷۰ فیصده په افریقا کې اوسیږي، خو د ۲۰۰۵ کال را پدیخوا دغه شمېره یو- درېیمه کمه شوې ده.

خو په افغانستان کې چارواکي وايي چې په افغانستان کې په ایډز اخته کسان نور هم زیات شوي دي.

په افغانستان کې په ایډز اخته کسان

د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې نژدې ۱۷۰۰ کسان په ایډز اخته شوي چې، ۳۰۴ تنه یې ښځې او ۶۴ یې ماشومان دي.

وزارت وايي چې شاوخوا ۴۵۰۰ کسان د اچ آی وي په ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي دغه شمېره یې د ۱۹۸۹ کال نه تردامهاله راټولې کړي دي. د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د ایډز د کنټرول د ملي پروګرام مشر ډاکټر فدا محمد پیکان وايي ډېرو مېرمنو ته د هغوی د مېړونو په واسطه ایډز ورانتقال شوی دی.

ډاکتر پیکان زیاتوي " ډېرو مېرمنو ته د هغوی د مېړونو په واسطه چې په ایډز اخته وو، دغه مرض ورانتقال شوی دی. مېړونه یې په نشو روږدي وو او د ستنو له لارې د ایډز په ناورغۍ اخته شوي دي. "

په ایډز یوې اخته میرمنې د نوم د نه اخیستو په شرط امریکا غږ ته وویل " میړه مې په نشو روږدی و، هغه به ځانته پیچکاري کوله، خاوند مې مړ شو خو کله چې ما په مرکزي روغتون کې خپله وینه معاینه کړه معلومه شوه چې ایډز لرم، دوه کاله وشول چې اخته شوې یم اوس درملنه کوم ښه یم عادي ډوډۍ خورم او ډاکټران وايي حالت مې ښه دی کومه خاصه ستونزه نلرم. "

اوږد مهاله جګړې، د کورنۍ د اقتصادي مرستندوی لاسه ورکول او روان تاوتریخوالي په ایډز د افغانانو د اخته کېدو یو شمېر نور مهم لاملونه بلل کیږي.

په ۲۰۱۲ کال کې یوې ترسره شوې سروي وښودله چې، فحشا او نامشروعې اړیکې هم د ایډز په انتقال کې مهم رول لوبولی دی.

ډاکټر پیکان وايي " هغه سروي چې په ۲۰۰۹ کال کی د افغانستان په ولایتونو کې د تن پلورونکو( فاحشو) ښځو سره د مرکو له لارې برابره شوې وه د وینو تر معاینې وروسته یی په دغو ښځو کې د ایډز کچه صفر وښودله خو په ۲۰۱۲ کال کې شوې سروې دا کچه د یو فیصد نه ښکته وښوده."

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم وايي ایډز په هغو هېوادونو کې چې افغانستان هم په کې شامل دی، په خطرناک او پراخ ډول مخ په خپرېدو دی.

ده وویل " نوی شمېرې ښيي چې په نړۍ کې د ایډز نوې پيښي مخ په کمېدو دي خو د ختیځې مدیترانې په سیمه کې چې افغانستان هم په کې شامل دی دغه پېښې مخ په زیاتېدو دي. په ۲۰۱۳ کال کې په سیمه کې د ایډز پېښې ۷ سلنه زیاتې شوي دي او د ۱۳۹۲ کال تر پایه د روغتیا وزارت د اچ آی وی ۱۶۹۴ پیښې ثبتې کړي دي ."

چارواکي وايي له دې هر څه سره- سره دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د ایډز د مخنیوي هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي او خلکو کې د اچ آی وي او ایډز د انتقال په برخه کې عامه پوهاوی زیات کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG