د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: کابل ښار کې د هوايي مدافعې سیستم فعال شو


کابل ښار
کابل ښار

د افغانستان دفاع وزارت په کابل ښار کې د هوايي مدافعې سیستم فعالولو خبر ورکړی دی.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن یکشنبه جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې د هوایي مدافع سیستم دستګاه اوس مهال فعاله شوې ده.

خو ښاغلي امان د پوځي اسرارو له امله په دې اړه له زیاتو جزئیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

دفاع وزارت ویلي چې دا د راکټونو او مزايلو د دفعې لپاره په نړۍ کې د تجربې پر بنسټ خورا ګټور ثابت شوی سيسټم دی.

د افغانستان دفاع وزارت تیره شپه په یوې اعلامیې کې هم ویلي وو چې ټاکل شوې د هوايي مدافعې سیستم د شپې دوې بجې فعاله شي او د کابل اوسېدونکو څخه یې غوښتي وو چې د غږ په اورېدو اندېښمن نشي.

په اعلامیه کې راغلي: "امنيتي سکټور او افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې د دفاع لپاره د سر په بیه چمتو دي، دغه سيسټم هم د همدې موخو له ډلې دی چې پر جګړه‌ یزو احضاراتو مثبته اغېزه لري."

په کابل کې د هوايي مدافعې سیستم پر داسې مهال فعالیږي چې تر دې مخکې د کابل ښار په مهمو سیمو د توغندیو او راکټو بریدونه شوي چې له امله یې ملکي مرګ ژوبله هم رامنځته شوې وه.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت د دغه سیستم د فعالولو د ځای په اړه څه نه وايي، خو اټکل کیږي چې په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې فعال شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا لخوا ترکیې ته د کابل د هوایي دګر د امنیتي چارو مسؤلیت سپارلو په اړه خبرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG