د لاس رسي وړ اتصالات

القاعدې د مسلمانانو غوښتي په قطر کې د فوټبال نړیوال جام نه دې ځانونه لیرې وساتي


ټآکل شوې په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ یکشنبه پیل شي.
ټآکل شوې په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ یکشنبه پیل شي.

د القاعدې شبکې یوې سیمه ایزې څانګې د نړۍ مسلمانانو ته ویلي چې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو څخه چې ټاکل شوې یکشنبه پیل شي، ځانونه لیرې وساتي.

په یوې اعلامیې کې چې د سایټ په نامه ډلې خپره کړې، د عربو په ټاپو کې د القاعدې څانګې په قطر کې د فوټبال د سیالیو په خلاف ګواښ ندی کړی او نه یې هم پرې د برید خبرداری ورکړی.

القاعده د عربو په ټاپو کې په یمن کې مرکز لري.

په اعلامیې کې القاعدې په قطر انتقاد کړی چې د عربو ټاپو ته یې " غیر اخلاقي، همجنسبازان ، د خدای نه منکر او فساد کوونکي خلک راوستي دي".

القاعدې ویلي چې د فوټبال دا سیالۍ د "ظالمانو لخوا د اسلامي هیوادونو د قبضې څخه پام بلې خوا ته اړوي".

په اعلامیې کې ویل شوي، " مونږ خپلو مسلمانو وروڼو ته خبرداری ورکوو چې دغه لوبې دې نه تعقیبوي او برخه دې پکې نه اخلي. "

دا لومړی ځل دی چې د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ په یو داسې هیواد کې کیږي چې ډیری اتباع یې مسلمانان دي.

سره لدې چې په قطر انتقاد دی چې د همجنسبازانو په ګډون د بشري حقونو د درناوي په برخې کې ښه سابقه نلري او ټولنیز محدودیتونه هم پکې شته خو دا ځل یې ویلي چې پدې سیالیو کې ټولو کسانو ته هرکلی وایي.

قطر چې یو وړوکي عربي هیوا دی، د ټولو وګړو شمیر یې تقریباً ۳ ملیونه دی چې ډیری کار کوونکي پکې د بهرنیو هیوادونو خلک دي. دې هیواد ویلي چې د فوټبال د نړیوال جام د لوبو پر وخت د امنیت ساتلو لپاره یې څه باندې ۵۰ زره کسان روزلي دي.

قطر همدرانګه د بهرنیو هیوادونو ځواکونه هم د امنیت ساتلو لپاره ګمارلي چې د قطر د ځواکونو د قوماندې لاندې به کار کوي.

XS
SM
MD
LG