د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې القاعده شبکې طالبانو ته مبارکي ویلې


په یمن کې د القاعدې د شبکې څانګې طالبانو ته د کابل د نیولو مبارکې ورکړې. القاعده د عربو په ټاپو وزمې کې طالبانو ته د مبارکۍ د ویلو تر څنګ په اعلامیې کې همدارنګه د وسله والې مبارزې د دوام هوډ کړی.

په اعلامیې کې راغلي، "دا بریا او واک تر لاسه کول ښیي چې جهاد او جګړه د شریعت پر اساس د حقونو د پر ځای کولو او د یرغلګرو او اشغالګرو د شړلو لپاره قانوني او ریښتینې لار ده.

د فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې په یمن کې د القاعده د شبکې وسله والو د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدل په اور لوبو ولمانځل.

سره لدې چې طالبانو د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې مخکې لدې چې امریکا یې واکمني ړنګه کړي، د القاعده د شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن تر څنګ د دې ډلو جګپوړو غړیو او وسله والو ته د پټیدو ځای ورکړی و خو د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې په تړون کې په طالبانو دا شرط ایښودل شوی چې د القاعده د شبکې تر څنګ به د ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه تازه د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره ویلي چې دا ډله به د ترهګرو سره اړیکې پرې کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس پدې هکله وویل، " د امریکا متحده ایالات یوازې په هغه صورت کې د دې ډلې حکومت په رسمیت پیژني چې د میرمنو حقونو ته درناوی وکړي او د القاعده شبکې په شان د سخت دریزو ډلو سره اړیکې پرې کاندي."

طالبانو تر اوسه د امریکا د غوښتنو او دا چې په یمن کې د القاعدې شبکې یې د کابل نیول کیدل لمانځلي څه ندي ویلي خو په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د محمد اشرف غني ځانګړی سلاکار وحید عمر تیره میاشت ویلي وو چې طالبان او القاعده شبکه یو هدف لري او په خبره یې اوس هم ټینګې اړیکې لري.

وحید عمر د جولای په ۱۲ (چنګاښ ۲۱) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالبان او القاعده شبکه یو دي او په خبره یې ګډ عمل کوي.

هغه وویل: "دغه اړیکه، د دوو یو فکر لرونکو بنسټونو اړیکه ده، دوه بنسټونه چې پر تاوتریخوالي باور لري، او پر ګواښ باندې باور لري، او پر تروریزم باور لري... دا اړیکه ډير ژوروالی لري، طالب او القاعده دواړه یو دي، یو ډول فکر کوی، یو ډول عمل کوي، یو هدف لري."





XS
SM
MD
LG