د لاس رسي وړ اتصالات

پر افغانستان د طالبانو واکمنیدل؛ د امریکا د کانګریس د غړیو غبرګون


پر افغانستان د طالبانو واکمنیدل او کابل ته ددغې ډلې له ننوتو ته د امریکا د کانګریس یو شمیر غړوپ دې وضعیت غبرګون ښودلی دی.

د کانګریس ځینو غړیو ددې کار ملامتي پر ولسمشر جوبایډن اچولې او یو شمېر نورو د بایډن پریکړه ستایلې ده.

د امریکا د استازو مجلس مشرې ننسي پلوسي، په یوې اعلامیې کې ویلي، "طالبان باید پوه شي چې نړۍ یې کړنې څاري. میرمن پلوسي وايي "له ټولو افغانانو په تېره میرمنو او نجونو سره د طالبانو د ظالمانه چلند له کبله ژوره اندیښنه لرو، متحد ایالات، نړیواله ټولنه او د افغانستان حکومت د طالبانو د غیر انساني چلند څخه د میرمنو او نجونو د خوندیتوب لپاره چې هرڅه کولای شي، ترسره دې کړي".

د امریکا د استازو د مجلس مشرې همدا شان ویلي، د وینو تویدو مخنیوي لپاره، افغان میرمنې باید په هر ډول سیاسي هوکړو کې شاملې وي، ځکه د هغوی برخه لیک د هېواد په راتلونکې کې ارزښتناکه ده.

میرمن پلوسي ویلي، افغان میرمنو او نجونو سره د مرستو لپاره دموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوند سره سلا دي، او ټول باید د هغوی د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.

د امریکا د سنا مجلس مشرې د افغانستان د وضعیت په اړه د متحدو ایالتو د ولسمشر جوبایډن د وضاحت ستاینه کړې ده.

خو د امریکا په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو رهبر مچ مک کانل په افغانستان کې د پیښ شوي وضعیت له کبله پر ولسمشر جوبایډن نیوکه کړې، او ویلي چې د امریکایانو او آسیب پذیره افغانانو د ایستلو پریکړه، د امریکا د رهبرۍ "شرم ناکه ناکامي" ده.

ښاغلي مک کانل ویلي، چې په افغانستان کې ددغه شان وضعیت د پیښیدو تصور کیده،د ده په وینا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، "له افغانستان نه د بریدونو د طرحو جوړولو لپاره د القاعده ډلې د بیا پیدا کیدو احتمال زیات دی".

ښاغلي مک کانل ویلي، هغه څه چې په افغانستان کې پیښ شوې دي، مسول یې د متحدو ایالتو سر اعلی قوماندان، جوبایډن دی.ده ویلي چې امریکا ددغې فاجعې د مخنیوي وسه درلوده.

د امریکا د استازو په مجلس کې د اقلیت ډلې مشر، جمهوري غوښتونکي کیون مک کارتي، پر ولسمشر جوبایډن نیوکه کړې او ویلي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابیدل د امریکا متحدو ایالتو پر ملي امنیت اغیز کوي، او ترهګرو لپاره په امن ځای د افغانستان بدلیدل، د امریکا پر امنیت مستقیم اغیز کوي.

ښاغلي مک کارتي لیکلي په تېرو دریو ورځو کې د طالبانو ډلې، د بګرام اډه نیولې او په زرګونه زندانیان یې ازاد کړې دي چې ډیری یې "ترهګر" وو.

ده ویلي، یوازینۍ لار چې ولسمشر بایډن وړاندې کړې ده، "سیاسي لوبه، او د امریکا د مخکني ولسمشر بې اساسه ملامتول دي".

پرون د متحدو ایالتو ولسمشر جوبایډن د اوسني وضعیت پړه په یو ډول پر پخواني ولسمشر ټرمپ اچولې او ویلي "کله چې ولسمشر شوم، د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ، نه راته یوه معامله په میراث پاتې وه چې طالبان یې کمپ ډیوید ته رابللي وو چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۱ مه ورسره وګوري، له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا دې کار طالبانو ته قوي موقف ورپه برخه کړ."

خو ښاغلي مک کارتي له ولسمشر بایډن نه غوښتي چې د خپلو تېروتنو لپاره د بهانو جوړول پای ته ورسوي، او په خپله دې د امریکا متحدو ایالتونو د ملي ګټو د تآمین، په سیمه کې د امریکايي کار کوونکو خوندیتوب، د امریکا افغان متحدینو سره د مرستې او د القاعده ډلې د بیا احیا کیدو مخنیوي لپاره دې لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG