د لاس رسي وړ اتصالات

ګراهام: افغانستان کې د طالبانو کنترول د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه ده


لندسي ګراهام د امریکا د سنا مجلس مخکښ غړی دی
لندسي ګراهام د امریکا د سنا مجلس مخکښ غړی دی

د امریکا د متحدو ایالتونو یو مخکښ سناتور لنډسي ګراهام له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په پرېکړې کلک انتقاد کړی دی.

ښاغلي ګراهام نن جمعه اګست ۱۳ (زمري۲۲) په ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان باندې د طالبانو کنترول د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي‌ امنیت په ګته نه دی.

هغه لیکلي دي: « د طالبانو له لوري ‌د افغانستان نیول زموږ د ملي‌ امنیت په ګټه نه دي، ځکه چې دوی له القاعده او په عراق او سوریې کې له اسلامي دولت (داعش) سره رښتینې خواخوږي لري. له افغانستان څخه زموږ ټاټوبي‌ ته د ګواښ مسئله به د وخت په تېرېدو سره معلومه شي.»

نوموړي په څو پرلپسې ټویټونو کې له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو د وتلو په پرېکړې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي‌ چې «غیر مشروط وتل، بشپړ سقوط» دی.

هغه هیله څرګنده کړې ده چې په دې اړه د ولسمشر بایډن پرېکړه له سره وارزول شي. وايي د امریکایي ځواکونو په هوايي ملاتړ باندې افغان امنیتي‌او دفاعي ځواکونه د طالبانو سره د مقاومت جوګه وو.

ولسمشر بایډن څو ورځې مخکې وویل چې له افغانستان څخه د ځواکونو د اېستلو په پرېکړې پښیمانه نه دی او د افغانستان مشران باید د روانو ستونزو غم وخوري. امریکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړې د اختتام پلوي دي او له افغان حکومت سره به مرستې روانې ساتي.

په همدې حال کې د امریکا د سنا یو بل غړي مچ مککانل د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي دي چې د اګست له ۳۱نېټې وروسته دې هم افغانستان ته اضافي سرتېري واستوي.

ښاغلي مککانل د افغانستان په اړه د ولسمشر بایډن تګلاره «بې باکه» بللې ده او ویلي دي که افغانستان ته یې ډېر سرتېري ونه استول، ښایي په کابل کې د امریکا سفارت د طالبانو لاسونو ته پویوځي.

هغه ویلي دي چې طالبان له نظامي لارې څخه د بري هلې ځلې کوي او په خبره یې باید ولسمشر بایډن ژرتر ژره خپل لوری بدل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته شاوخوا ۳۰۰۰ سرتېري استوي چې له افغانستان څخه د امریکا د سفارت د کارکوونکو‌ په اېستلو کې مرسته وکړي.

د وزارت ویاند ند پرایس وویل چې دا کار د «پرېښودو او تخلیې» په مانا نه دی.‌ هغه ټېنګار وکړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو اصلي «دپلوماتیک ماموریت» به موجود وي.

بل پلو بیا طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې شاوخوا ۱۸ولایتونه ، د ولایتونو ځینې برخې او یا د مرکزونه نیولي‌ دي.

XS
SM
MD
LG