د حلب ښار ختیځه سیمه لاتر اوسه د بشار الاسد ضد یاغیانو په لاس کې ده او له دغې سیمې څخه د خلکو د ویستلو لړۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شوه، خو د جمعې په ورځ د یاغیانو او د بشار الاسد رژیم ته د وفادارو ځواکونو تر منځ د نښتو ورسته دا لړۍ بیرته په ټپه ودریده او په زرهاو کسان په دغه جنګ ځپلي ښار کې بند پاته شول.
د حلب له ختیځه د خلکو تېښته
۵
د سوریې د حلب ښار په ختیځه سیمه کې ښځې او ماشومان چې په موټرو کې ناست دي او غواړي له دغې سیمې څخه وتښتي.
۶
د حلب په ختیځه سیمه کې یو نارینه چې یوه ښځه يې په کراچۍ سپره کړې او له دغه ځایه د تیښتې په هڅه کې دی.
۷
په موټر کې سپاره ښځې او ماشومان چې غواړي د حلب ښار له ختیځ څخه وتښتي.
۸
د حلب ښار ختیځه سیمه لا تر اوسه د یاغیانو په لاس کې ده او په زرهاوو ملکي وګړي د جګړې له ویره له دغه ځایه تښتي.