د لاس رسي وړ اتصالات

جلالي: د سولې مذاکراتو له ځنډیدو طالبان ګټه اخلي


د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لومړی پړاو له ستونزو ډک و.

ښاغلي جلالي امریکاغږ سره په مرکه کې وویل چې د موافقې له مخې اساسي کار چې د تاوتریخوالي کمول وو، و نه شو.

ښاغلی جلالي وایي افغان حکومت او طالبان پر یو بل باور نه لري او د سولې مذاکراتو له ځنډیدو څخه طالبان ګټه اخلي.

ښاغلي جلالي دا هم وویل چې د طالبانو په شپږ سوه پاتې بندیانو کې بهرنیان په تیره پاکستانیان هم شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالي سره د امریکا غږ د خبریال وحید فیضي مرکه دلته کتلای شئ:

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي سره د امریکاغږ مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:45 0:00

XS
SM
MD
LG