د لاس رسي وړ اتصالات

افغان غر ختوونکی د پاکستان (K2) ته د ختلو پر مهال مړ شو


د افغانستان مشهور غر ختوونکی علي اکبر سخي
د افغانستان مشهور غر ختوونکی علي اکبر سخي

د افغانستان مشهور غر ختوونکی علي اکبر سخي په پاکستان کې د نړۍ دوهمې لویې څوکې (K2) ته د ختلو پر مهال مړ شوی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې او د علي اکبر سخي نژدې دوست خیبر خان د هغه مړینه تائید کړئ ده.

ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې یاد افغان غر ختوونکی پرون پنجشنبه په پاکستان کې د نړۍ په کچه د غره لوړې څوکې ته د ختلو پر مهال د زړه درېدو له امله ساه ورکړې ده.

د هغه نژدې دوست خیبر خان هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې علي اکبر سخي غوښتل چې د افغان غر ختوونکو په استازولۍ د ( K2) څوکې ته پورته شي چې تیره ورځ یادې څوکې ته نژدې مړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د علي اکبر سخي هدف غر ختلو ته د افغانانو هڅول او د هغوی استازیتوب و.

هغه په افغانستان کې د (هایک او وینچر) غر ختوونکي ټېم مشري هم کوله. د علي اکبر سخي په مشرۍ د افغان غر ختونکې ډله په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان تر ټولو لوړې څوکې «نوشاخ» ته پورته شوي وه.

XS
SM
MD
LG