د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پاکستان لخوا جوړ شوی «جناح» روغتون پرانیستل شو


د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال محمد سرور دانش او د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان د محمد علي جناح روغتون پرانیست.

ښاغلي دانش په دغه ناسته کې ټینګار وکړ، چې پاکستان د افغانستان په سوله کې مهمه او ارزښتناکه ونډه لري او دغه هېواد کولای شي د بل هر هېواد په پرتله له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې ونډه ولري.

هغه وویل:" موږ له پاکستان هېواد څخه تمه لرو او په جدي توګه ترې غواړو، چې په دغه برخه کې جدي ونډه ولري او د افغانانو په محوریت د بین الافغاني مذاکراتو له پیل څخه د افغان دولت جدي ملاتړ وکړي".

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال زیاته کړه، چې د افغانانو د ستونزو حل د افغان دولت او طالبانو تر منځ مذاکراتو پورې اړه لري او له دې پرته بله لاره نشته.

هغه په دغه برخه کې د هر هیواد له جوړونکې ونډې ملاتړ وکړ.

د محمد علي جناح روغتون د کابل په دشت برچي سیمه کې د ۲۴ میلیون ډالرو په ارزښت جوړ شوی، چې نن شنبې«د وري ۳۱ مه»ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې دغه روغتون کې به تخصصي او فوق تخصصي خدمتونه وړاندې شي او همدارنګه په راتلونکې کې به د "ګردې پیوند" او د سرطان درملنه هم په دغه روغتون کې منځ ته راشي.

دغه روغتون د پاکستان په مالي ملاتړ جوړ شوی
دغه روغتون د پاکستان په مالي ملاتړ جوړ شوی

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروزخبریالانو ته وویل، چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان د خلکو ستونزې احساسوي او هڅه کوي دغو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.

ښاغلي فیروز په دې اړه وویل:" زه د یو افغان په توګه او د یوې برخې د مشر په توګه د خلکو له درد او احتیاجۍ، د درملنې لپاره د ویزې ترلاسه کولو لپاره د سفارت خانو دروازو تر شا د خلکو دریدلو، لاس غځولو او د لاس مچولو څخه خبر یم او دا احساسوم، د یو افغان په توګه د افغانانو احتیاجي درک کوم نو ځکه په دغه برخه کې له هیڅ ډول هڅو دریغ نه کوو".

هغه که څه هم په ښکاره د چا نوم یاد نه کړ خو زیاته یې کړه، چې هڅه کوي افغانان له دې حالته، چې د درملنې لپاره د نورو لاسونه ښکل کړي وباسي.

ښاغلی فیروز په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې، ویډیو خپره شوې، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په پاکستان کې له یو روغتون څخه د لیدلو په حال کې دی او یو افغان ناروغ یې لاسونه ښکلوي.

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر ښاغلي علي محمد خان هم په دغه ناسته کې وویل، چې د دغه روغتون جوړول افغانستان ته د پاکستان د تعهد او اخلاص ښکارندویي کوي.

ښاغلي علي محمد خان وویل:" د دغه روغتون افتتاح به هیڅ کله د پاکستان د همکاریو پای نه وي بلکې دا یې پیل او شروع دی. هم د روغتیا په سکتور کې او هم په نورو برخو کې ".

د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال محمد سرور دانش هم وویل، چې په اوس وخت کې روغتیا، عدالت او پوهنه د ټولو لپاره زموږ شعار دی خو دا، چې د دولت امکانات محدود دي نه شو کولای دغه شعار په عمل کې ثابت کړو.

ښاغلي دانش وویل، چې د ټولو پرمختګونو سره سره لا هم د روغتیا سکتور له ستونزو سره مخ ده.

سرور دانش
سرور دانش

هغه وویل:"لا هم باید د درملنې لپاره ګڼ شمیر خلک بهر ته لاړ شي، او لا هم زموږ خدمتونه د کیفیت له اړخه ټیټ دي، لا هم مناسب کیفیت او تجهیزات او ډاکټران نه شته".

په پام کې ده په څو ورځو کې به د لوګر په ولایت کې د نایب امین الله خان لوګري روغتون، چې د پاکستان لخوا جوړ شوی دی هم پرانیستل شي.

په افغانستان کې د روغتیا برخې لپاره هڅې په داسې حال کې جریان لري، چې په دغه هیواد کې ۹۰ فیصده خلک د دوه ساعتونو مزل وروسته یو صحي مرکز ته لاسرسی لري.

XS
SM
MD
LG