د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د ګواښونو له کبله زابل کې روغتونونه تړل شوي


چارواکي وايي د قومي مشرانو او دیني عالمانو له یوې جرګې سره په خبرو بوخت دي چې دا ستونزه حل شي
چارواکي وايي د قومي مشرانو او دیني عالمانو له یوې جرګې سره په خبرو بوخت دي چې دا ستونزه حل شي

په افغانستان کې د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره وايي چې د زابل په ولایت کې "ټول روغتیايي مرکزونه" تړل شوي دي او سلګونه زره خلک ستونزو سره مخ دي.

د دغې ادارې په یو راپور کې ویل شوي چې دغلته ټولټال ۴۶ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي او شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ خلک له روغتیايي خدمتونو محروم شوي دي، خو چارواکي دا شمېر ډېره ښيي.

د زابل د عامي روغتیا مشر لعل محمد توخی وايي چې دا روغتونه د وسله والو طالبانو د ګواښونو له کبله تړل شوي دي. هغه وايي چې په دغو روغتیايي مرکزونو کې شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندي کول.

ډاکتر توخي امریکاغږ ته وويل چې د ولسي مشرانو او دیني عالمانو له یوې جرګې سره په خبرو بوخت دي چې دا ستونزه حل شي.

هغه وویل "موږ د زابل په ټولو ولسوالیو کې روغتیايي خدمات لرل چې د دې ولایت لوړي فیصدي خلګو له دې څخه ګټه اخیسته خو بد بختانه زموږ دا ټول خدمتونه اوس په ټولو ولسوالیو کې په ټپه دریدلي دي، موږ بیا هم له قومي سپین ږیرو او علما کرامو سره لیدلي تر څو د ستونزي په حل کې مرسته وکړي او یو ځل بیا روغتیايي خدمتونه موږ تر ټول ولس پوري ورسو."

نوموړي زیاته کړه چې په موسمي لحاظ هوا ګرمه ده او د روغتیايي مرکزونو د فعالیت په درېدو سره د روغتیا په برخه کې اندېښنې مخ پر زیاتیدو دي. په زابل کې ټول ۵۸ روغتیايي مرکزونه موجود دي چې د کلات ښار تر څنګ د دې ولایت په لسو ولسوالیو کې فعالیت لري.

ځايي مقامات وايې چې زابل تر یو ميلیون پوري نفوس لري چې شته روغتیايي امکانات هم ورته کافي نه دي. د زابل اوسیدونکی ابراهیم عبرت د دولت له وسله والو مخالفینو غواړي چې روغتیايي خدمتونه د سیاسي موخو لپاره ونه کاروي.

هغه وویل "هیڅ یوه ډول باید روغتیا او صحي مراکز د وسیلې په توګه استعمال نکړي او درناوی يې باید وکړي مسئله جدي ده او حتی زموږ خویندو خپل اولادونه ضایع کړي له کبله چې دا روغتیايي مرکزونه تړل شوي خو له نیکه مرغه موږ علما لرو چې دا مشکل حلولای شي موږ چې کوم معلومات لرو هڅي رواني دي تر څو دا مشکل حل شي."

په ولسي جرګې کې د زابل استازي عبدالقادر قلاتوال امریکا غږ ته وویل چې دوې اونۍ کیږي دا روغتونونه بند دي او خلکو ته یې ډېر مشکلات جوړ کړي دي.

د زابل نظامي شورا له تیرو څلور کالو راهیسې په زابل کې دموټرسایکلونو پر تګ راتګ بندیز لګولی. امنیتي مقامات وايې چې د دولت وسله وال مخالفین د نا امنیو لپاره له موټر سایکلونو څخه کار اخلي او دوی ته امنیت د ټينګښت لپاره دا ګام پورته کړی.

خپله وسله والو طالبانو په رسمي ډول د زابل د روغتیايي مرکزونو په اړه کومه تبصره نده کړې خو ځايي ولسي مشرانو ته يې د شرط په توګه یاده موضوع وړاندې کړې. روغتیايي مقامات وايې چې د طبي اصولو له مخې طبي خدمات د عام اولس لپاره دي او د سیاست سره تړلي ندي او د جګړې هر لوری باید دا اصول په پام کې ونیسي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG