د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان څلورو ولایتونو کې هېڅ ډاکټره نشته- د روغتیا وزیر


د عامې روغتیا وزارت د هېواد ۴۰ فیصده روغتیايی مرکزونه ډاکټرانې نلري
د عامې روغتیا وزارت د هېواد ۴۰ فیصده روغتیايی مرکزونه ډاکټرانې نلري

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي د هېواد ۴۰ فیصده روغتیايي مرکزونه ډاکټرانې نلري.

وزیر فیروزالدین فیروز وايي د افغانستان د روغتیا سکتور د مسلکي کدرونو له کموالي سره مخامخ دی او د دغه هیواد ۴۰ فیصده روغتیايي مرکزونه ډاکټرانې نه لري.

ښاغلي فیروز وویل "په نورستان کې هیڅ ډاکټره نشته، په پکتیکا کې نشته، زابل کې نشته، په اروزګان کې نشته. هر تشویقي پکیج چې موږ معرفي کړ، ترڅو پرسونل وهڅو چې له نورو ولایتونو څخه لاړ شي، خو لا هم موږ په دې کار کې بریالي نه یو".

د عامې روغتیا وزیر وايي د لوړو زدکړو له وزارت سره به یو ګډ لس کلن پلان جوړ کړي چې د صحي مسلکي کدرونو د اړتیا اندازه او د ډاکټرانو کره شمیره معلومه کړي.

ښاغلي فیروز په کابل کې ​د افغانستان د طبي شورا په افتتاحیه غونډې کې دا څرګندونې کولې، چې ولسشمر محمد اشرف غني هم حاضر و.

ښاغلي غني وویل ولس، ډاکټر، روغتون، درملتون او دولت د روغتیا د سکتور اساسي کړۍ جوړوي او زیاته یې کړه "نن موږ د دغې کړۍ په هره برخه کې یوه بنسټیزه ستونزه لرو. دا یواځې په افغانستان کې نه بلکې په هغو هیوادونو کې چې اوږدمهال کړکیچ یې شاته پریښی هم موجودې دي، موږ نه پوهیږو چې څوک ډاکټر دی، څوک ډاکټر نه دی".

ښاغلي غني په روغتونونو کې د جدي ستونزو د موجودیت یادونه وکړه او ویې ویل، چې ملکي روغتونونه د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی "هیله ده، چې په هغې برخه کې، د روغتونو د اصلاح او زموږ ډاکټرانو او نرسانو ته د مناسبو حقونو ورکولو او د دغو روغتونو د مدیریت د څرنګوالي په برخو کې نور اقدامات هم وشي. بله برخه د درملتونونو ده، یوه طرح تر کار لاندې ده، خو دا ستونزه بنسټیزه ده، زموږ د درملو سیستم باید د باور وړ شي".

د افغانستان پر طبي سکترو باندې دا نیوکې په داسې حال کې کیږي، چې د دغه هیواد د بودیجې لویه برخه امنیتي او دفاعي سکتور ته ځانګړې شوې ده، خو ولسمشر غني ژمنه ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به حکومت په دې برخه کې تعادل راولي.

د افغانستان طبي شورا مشرې نسرین اوریاخیل وویل، د افغانستان د طبي شورا جوړیدل د افغان ډاکټرانو لویه هیله وه، چې د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د یو کور خاوندان شول.

د آغلې اوریاخیل پر وینا، طبي شوراګانې د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې شته دي، چې د ناروغانو د مصونیت لپاره جوړې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې، په افغانستان کې ۳۵۸ دولتي روغتونونه او څه د پاسه ۲۰۰۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي او ۴۰۰۰ زره ډاکټران راجسټر دي.

XS
SM
MD
LG