د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ښوونځي په بشپړ ډول پرانیستل شول


د افغانستان د پوهنې ورازت وايي چې د دولتي ښونځیو پاتې ټولګي (له لومړي څخه تر لسم) هم د شنبې په ورځ اکتوبر درېیمه (تلې ۱۲) بېرته پرانیستل شوي دي.

د افغانستان کابینې له دې وړاندې د دولتي ښونځیو د یولسم او دولسم ټولګیو د بېرته پرانیستلو پریکړه کړې وه خو تیره اونۍ یې له لومړي ټولګي څخه تر لسم ټولګي د بېا پرانیستلو طرحه تصویب کړه.

د دغې طرحې له مخې د افغانستان په سړو سیمو کې د ښونځیو حضوري درسونه د روانې تلې میاشتې له ۱۲مې څخه د لیندۍ تر ۳۰مې په "تشدیدي توګه" دوام کوي، د مرغومي په ۱۵مه به د ژمي رخصتۍ وي او پاتې درسي پروګرام به د کب په ۱۵مه پیل او د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي تر ۱۵مې دوام وکړي.

په طرحه کې راغلي چې د سړو سیمو کلنۍ ازموینه به د ۱۴۰۰ کال په ۱۵مه پیل او د غبرګولي تر ۳۰مه دوام وکړي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو په اساس په سړو سیمو کې به د ۱۴۰۰ ښوونیز کال د چنګاښ له لومړۍ نېټې څخه په تشدیدي توګه پیل شي.

خو د افغانستان په تودو سیمو کې د روانې تلې میاشتې له ۱۲مې څخه تر ۲۶مه پورې کلنۍ ازموینې اخیستل کېږي او د ۱۳۹۹ ښوونیز کال به د لړم په لومړۍ پیل شي.

د مني او ژمي په موسمونو کې به د تودو سیمو حضوري درسونه په عادي ډول دوام وکړي او د ۱۳۹۹ کلنۍ ازموینې به د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په لومړۍ واخیستل شي.

په افغانستان کې د کروناویروس له خپرېدو وروسته افغان حکومت د دغه ویروس د مخنیوي لپاره ټول ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه وتړل او د روان لمریز کال د زمري په ۱۵مه یې پوهنتونونه او د وږي په لومړۍ نیټه یې د دولتي ښونځیو یولسم او دولسم ټولګي او خصوصي ښوونځي بېرته پرانیستل.

له دې وړاندې د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي و چې په دغه هېواد کې د ښونیزو بنسټونو بیا پرانیستلو سره د کروناویروس پېښې نه دي ډېرې شوي او په پام کې لري چې کابینې ته د پاتې ټولګیو د پرانیستلو وړاندیز هم وکړي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو چارواکي ټینګار کوي چې په پوهنتونونو او ښونځیو کې د کروناویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره ټولې روغتیايي سپارښتنې رعایت کېږي.

XS
SM
MD
LG