د لاس رسي وړ اتصالات

د ښوونځیو ۸۱۸ میلیونه زده‌کوونکي د لاس وینځلو اسانتیاوې نه لري


په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې ښوونځي د بیا پرانیستل کېدو په درشل کې دي د روغتیا نړیوالې ادارې وايي چې شاوخوا ۸۱۸ میلیونه ماشومان په ښوونځیو کې د لاس وینځلو لومړني امکانات نه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف په یوې ګډې اعلامیې کې چې د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۱۳مه (زمري ۲۳) خپره شوې ویلي چې په ۲۰۱۹ کال کې د ټولې نړۍ په کچه د ۴۳ سلنه ښوونځیو زده‌کوونکو په اوبو او صابون د لاس وینځلو امکاناتو ته لاسرسی نه درلود.

دغو ادارو د کوویډ۱۹ ناروغۍ د خپرېدو پرمهال په خوندي بڼه د ښوونځیو د فعالیت د دوام لپاره د پاکوالي د امکاناتو برابرول یو اساسي شرط بللی دی.

په اعلامیه کې د یونیسف د اجرايي رئیسې هنریتافور له قوله ویل شوي: "موږ باید د ماشومانو ښوونې روزنې ته لومړیتوب ورکړو، یعنې ډاډ ترلاسه کړو چې ښوونځي د بیا پرانستل کېدو لپاره خوندي دي د څښاک پاکو اوبو، د لاس وینځلو امکاناتو او د فاضلاب خوندي (سیستم) ته لاسرسی لري".

دغو نړیوالو ادارو په ښوونځیو کې د لاس وینځلو لومړنیو امکاناتو ته د شاوخوا ۸۱۸ میلیونو ماشومانو لاسرسی نه درلودل د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي چې دغه مسئله سبب کیږي ترڅو دوی د کوویډ ۱۹ او نورو ساري ناروغیو له شدید خطر سره مخامخ شي.

د اعلامیې په اساس له دې شمیرې ۳۵۵ میلیونه ماشومان په هغو ښوونځیو کې وو چې اوبه یې لرلې خو صابون یې نه درلود او ۴۶۲ میلیونه یې په هغو ښوونځیو کې وو چې په کې د لاس وینځلو لپاره د اوبو په ګډون هېڅ ډول امکانات موجود نه وو.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح شوي چې ټاکل شوې یوه اونۍ وروسته په افغانستان کې په تدریجي ډول ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت امریکا غږ ته وویل، چې دغه وزارت به له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې په ښوونځیو کې د پاکوالي امکانات برابر کړي.

هغې زیاته کړه: "پر دې سربېره موږ هڅه کوو چې په دې برخه کې د ملي او نړیوالو بنسټونو مرسته او ملاتړ هم جذب کړو".

د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان په ګډې اعلامیې کې دغه راز ویل شوي هغه دولتونه چې غواړي د کوویډ ۱۹ ناروغۍ کنټرول کړي، د روغتیايي تدابیرو پلي کولو او هغو ټولنیزو او اقتصادي اغېزو ترمنځ توازن رامنځته کړي چې د قرنطین پر مهال منځ ته راځي.

په اعلامیه کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریاسوس له قوله ویل شوي: "اوبو، فاضلابو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د ناروغیو د اغېزناک مخینوي او کنټرول لپاره د ښوونځیو په ګډون په ټولو ځایونو کې اړین دي. د کوویډ ۱۹ د نړیوالې وبا پرمهال د ښوونځيو د خوندي بیا پرانستلو لپاره باید د دولتونو د ستراتیژيو اصلي تمرکز پر همدې موضوع وي".

یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان په دغې اعلامیې کې ژمنه کړې چې په ټوله نړۍ کې د اوبو، پاکۍ او فاضلابو کافي خدمتونو ته عادلانه لاسرسی رامنځ ته کړي.

دغو سازمانونو د نړۍ په کچه د "لاس پاکوالی د ټولو لپاره" په نوم یو ګډ نوښت هم پیل کړی ترڅو له هغو ټولنو څخه د پاک چاپېریال او روغتیا ساتنې لپاره د اړینو وسایلو د چمتو کولو په برخه کې ملاتړ وشي چې تر ټولو زیات له ګواښ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG