د لاس رسي وړ اتصالات

خبریال فردین امیني ځان پخپله وژلی ـ کورنیو چارو وزارت


خبریال فردین امیني
خبریال فردین امیني

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د اریانا نیوز تلویزیون خبریال فردین امیني په کابل کې ځان وژلی.

د وزارت ویاند طارق ارین نن جمعه ډسمبر۱۱(لېندۍ۲۱) ویلي چې خبریال امیني نن سهار لس بجې د کابل ښار د قصبې سیمې د منشي میر غلام په ښارګوټي کې د غره په تېره تیږه خپل غاړه پرې کړې ده.

ښاغلي آرین ویلي چې د دې ښارګوټي امنیتي کسانو هڅه کړې چې د هغه د ځان وژنې مخه ونیسي، خو زیاتوي چې دې خبریال د کابل په ایمر جنسي روغتون کې ساه ورکړې ده.

که څه هم تر دا مهاله د آریانا نیوز د دې خبریال د ځان وژنې انګېزه لا معلومه نه ده، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند د عیني شاهدانو په حواله ویلي چې خبریال امنیي په تلیفون کې خبرې کولې چې وروسته یې د غره لور ته منډه کړه او په تېره تیږه یې خپل غاړه پرېکړې ده.

ښاغلي ارین زیاته کړې چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

د اریانا نیوز خبري شبکې هم د خپل خبریال وژل کېدل تائید کړي او زیاتوي چې تر دا مهاله د هغه د وژل کېدو لامل معلوم نه دی.

تېره ورځ هم جلال آباد په ښار کې د انعکاس خصوصي تلویزیون خبریاله ملاله میوند ووژل شوه. اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې وه چې دا خبریاله هغوي وژلې.

د کورنیو چارو وزارت او د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ملالې میوند د قتل په تور یې یو تن نیولی دی.

XS
SM
MD
LG