د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: ایران دې د اعدامونو وحشتناکه لړۍ بنده کړي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې ایراني مقاماتو تېره اونۍ حد اقل پنځه اعتراض کوونکي اعدام کړي او د مخالفانو د ځپلو لپاره د خپلسرو اعدامونو لړۍ روانه ده.

د دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د امیر حسین صفري او ابوالفضل سپاهي په نومونو دوه اعتراض کوونکي تېره ورځ په عام محضر کې اعدام شول.

دوی په اصفهان کې د اعتراض په مهال نیول شوي وو او د څلورو پولیسو د وژلو، وسلو د انتقال او ودانیو د سوځولو په تور د لسګونو نورو تورنو سره یو ځای په اعدام محکوم کړل شوي وو.

تر دوی مخکې د عرفان اسفندیاري او ګل ‌محمد محمدي په نومونو دوه نور اعتراض کوونکي هم اعدام شوي وو.

د ایران د قضايي قوي ویبسایټ (میزان) لیکلي، چې د دغو کسانو اعترافات په اعدام باندې د هغوی د محکومیت اساس و.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې څه باندې ۶۰ تنه نور هم د اعدام له خطر سره مخامخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د روان کال د پيل راهېسې په ایران کې ۲۶ تنه د اعتراضونو او نورو ورته تورونو له کبله محکوم او اعدام کړل شوي دي، دا سازمان د ایران «انقلابي محاکم شکنجه کوونکي او بې عدالته» بللي دي.

همدغه راز وايي چې ۲۶ تنه نور هم د سیاسي انګیزو، جاسوسۍ او نورو تورونو له کبله په اعدام محکوم کړل شوي

دا په داسې حال کې ده چې متحدو ایالتونو په ایران کې وروستي اعدامونه، چې یو شمېر افغانان هم په کې په دار ځړول شوي، په کلکه غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي:«موږ د سیاسي ځپلو د یوې وسیلې په توګه د ایران د رژیم لخوا د اعدامونو د کارولو کلکه غندنه کوو او په (ایران کې) د سیاسي بندیانو او هغو کسانو د سمدستي او بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوو چې په ناحقه توګه نیول شوي، په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په سوله ییزه توګه یې له خپلو بنسټیزو ازادیو څخه کار اخیستی دی.»

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG