د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: طالبانو سره مي پر ټول شموله حکومت جوړولو خبرې پيل کړي


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدر اعظم عمران خان وايي چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له مشرانو سره تر لیدنو وروسته یې اوس له طالبانو سره د ټول شموله حکومت جوړولو په اړه بحثونه پيل کړي دي.

عمران خان نن شنبه سپټمبر ۱۸ (وږې ۲۷) په خپل ټویټر کې لیکلي چې په ځانګړي ډول د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره یې په دې اړه اوږده بحثونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: "په دوشنبه کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادو له مشرانو په ځانګړي ډول د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تر اوږدو بحثونو وروسته، ما له طالبانو سره د یو ټول شموله افغان حکومت په اړه خبرې پيل کړي دي چې تاجک اوزبک او هزاره پکې شامل وي."

د پاکستان صدراعظم ویلي چې تر ۴۰ کلن تاوتریخوالي وروسته دا ټول شمولیت د باثباته افغانستان تضمین کوي. هغه ویلي چې ټول شموله حکومت نه یوازي د افغانستان بلکې د سیمې په ګټه هم دی.

د طالبانو ۳۳ کسیزه سرپرسته کابینه د روانې وږې میاشتې پر ۱۶مه نېټه اعلان شوه چې ټولې څیرې یې د طالبانو غړي او یا ورپورې تړلي کسان دي او په ټوله شموله حکومت باندې د نړیوال ټینګار برعکس له طالبانو پرته بله څیره، اقلیتونه او یا ښځې د دوی په کابینه کې ندي شاملې شوي.

ملا محمد حسن اخند د «اسلامي امارت» رئیس الوزرا‌ء، ملا غني برادر او ملا عبدالسلام حنفي یې لومړي مرستیالان دي.

په نوي حکومت کې ملا امیر خان متقي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د دفاع سرپرست وزیر ټاکل شوي دي.

سراج الدین حقاني د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټاکل شوی دی. دا ټول کسان د «طالبانو د اسلامي‌ امارت» مهم اشخاص دي.

طالبانو تر دا مهاله د پاکستان د صدر اعظم عمران خان د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG