د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: په افغانستان کې د داعش موجودیت موږ ته د منلو نه دی 


د ایران ولسمشر ابراهیم ریسی
د ایران ولسمشر ابراهیم ریسی

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وايي په افغانستان کې د داعش ډلې موجودیت د هغه د هېواد لپاره د منلو نه دی.

ښاغلي رئیسي نن شنبه سپتمبر ۱۸ (وږي۲۷)‌ په تاجکستان کې د شانګهای د همکاریو د سازمان په غونډه کې له ګډون وروسته وویل چې په افغانستان کې د داعش موجودیت یوازې د ایران لپاره نه بلکې د هغه په خبره د ټولې سیمې لپاره خطرناک دی.

هغه وویل: «په هېڅ ډول یې نه منو چې د ترهګرو او داعش ډلې دې راشي او زموږ په سرحد کې دې ځالې جوړې کړې او هېوادونه، سیمې او افغانستان ته زیان ورسوي.»

ښاغلي رئیسي داسې مهال دا خبره کوي چې د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې ایران په نړۍ کې «د ترهګرو تر ټولو بد ملاتړی هېواد» بلل شوی دی.

دا راپور وايي چې ایران هرکال نږدې یو میلیارد ډالر د ترهګرو په ملاتړ لګوي. په راپور کې راغلي دي چې ایران د القاعده حمایوي شبکې ته پناه او د فعالیت اجازه ورکړې وه. وايي دغې ډلې به د افغانستان جنګي سیمو ته پېسې انتقالولې.

ایران له افغانستان سره شاوخوا ۹۰۰ کیلو متره سرحد لري او د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کلونو کې یې د طالبانو نظام هم په رسمیت نه پېژنده.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او له هغه وروسته یو ځل بیا دا اندېښنې پیدا شوې دي چې شاید په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلې بیا فعالې شي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مرستیال دیوید کوهن تېره اونۍ وویل چې ښکاره شواهد شته چې په افغانستان کې د القاعده فعالیتونه بیا پیل شوي دي. هغه خبرداری ورکړ چې ښايي القاعده په یو کال کې دننه ځان راټول کړي.

ایران داسې مهال په افغانستان کې د داعش د موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده چې څه موده مخکې د کابل د هوايي ډګر مخې ته د داعش-خراسان ډلې په ځانمرکي برید کې ۱۷۰ افغانان او شاوخوا ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول.

XS
SM
MD
LG