د لاس رسي وړ اتصالات

د بیو کیمیا یوه متخصصه د امریکا د ښکلا ملکه شوه


د بیو کیمیا یوه متخصصه د امریکا د ٢٠٢٠ کال د ښکلا د ملکې په توگه وټاکل شوه.

کامیلا شرایر، د کال د ښکلا د ملکې په سیالیو کې د ذکاوت او هوښ د نندارې په ترڅ کې یوه علمي کیمیاوي ازموینه هم تر سره کړه چې د ملکې د ټاکنې هیئت د گرم هرکلي سره مخامخ شوه.

آغلې شرایر ویلي دي هیله منه ده چې د ښکلا د ملکې په توگه د کیمیا د علم د یوې متخصصې ټاکل په امریکا کې د ښکلا د ملکې د ځانگړتیاو په برخه کې موجود کلیشه یي معیارونه له منځه یوسي.

هغې په دغو سیالیو کې د ٥٠ زره ډالرو په ارزښت یو تحصلي بورس هم وگاټه.

دا په امریکا کې دوهم پرله پسې کال دی چې د کال د ښکلا د ملکې په انتخاب کې اصلي معیار د نجونو او ښځو ظاهري ښکلا نده او پر ځای یې هڅه شوې ده چې گډون کوونکې ښځې خپله هوښیارتیا، ذکاوت او استعدادونه په ډاگه کړي.

میرمن شرایر له بریالیتوب وروسته وویل چې غواړي خپله دوکتورا د درمل جوړولو په برخه کې واخلي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د ١٩٥٢ کال راهیسې هر کال د ښکلا ملکه ټاکل کیږي چې بیا د امریکا د ښکلا همدغه ملکه د نړۍ د ښکلا د ملکې د ټاکلو په سیالیو کې گډون کوي.

XS
SM
MD
LG