د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ د ۲۰۱۷ کال د ښکلا ملکه وپیژنئ


دا د ښکلا د ملکې ۶۶ کلنۍ سیالي وه
دا د ښکلا د ملکې ۶۶ کلنۍ سیالي وه

د ښکلا دغې ملکې د نومبر په ۲۶ (یکشنبې) ته د امریکا د نیوادا ایالت په لاس ویګېیس ښار کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ورته تاج په سر کیښودل شو. تر بري وروسته، د دوه ویشت کلنې دیمی لی نیل پیترز خوله د خندا ډکه وه. دیمی لی د جنوبي افریقا د ویسټرن کئپ ایالت کې زیږیدلې او پدې وروستیو کې يي د نارت ویست پوهنتون نه په اداره او مدیریت کې لیسانس اخستې.

د ښکلا ملکه دیمی لی نیل ۲۲ کلنه ده
د ښکلا ملکه دیمی لی نیل ۲۲ کلنه ده

د نړۍ د ښکلا ملکې په سیالیو کې کولمیبایې لورا کونزالیز دوېم مقام واخیستو او دریم مقام له جمیکا نه ډوفینا بینیټ وګاټه. پدې سیالیو کې له ټولې نړۍ څخه شاوخوا دوه نوي ښځو برخه اخېستې وه.

د نړۍ د ښکلا د ملکې سیالیو کې درې مخکښو رقیبانو جایزې واخیستلې
د نړۍ د ښکلا د ملکې سیالیو کې درې مخکښو رقیبانو جایزې واخیستلې

د لومړي مقام ګټونکې ته د یو کال لپاره تنخواه، په نیویارک ښار کې یو مجلل کور او نورې جایزې ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG