د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي میلیاردر "ځان وژنې" غبرګونونه پارولي


د امریکايي میلیاردر جیفري اېپسټین د مرګ خبر په ټولنیزو رسنیو کې تازه بحثونه راپارولي دي.

جیفري ایپسټین د ښځو او کم عمره نجونو په قاچاقو او له هغوی څخه په ناوړې ګټې اخیستلو تورن او زنداني شوی و. څو ورځې مخکې په زندان کې د هغه مړی وموندل شو، باور دی ځان یې په خپله وژلی دی.

ایپستین د ٢٠٠٢ او ٢٠٠٥ کلنو ترمنځ پر جنسي قاچاق تورن شوی چې بیا محکومت او بندي شو.

جیفري اېپسټین یو له شتمنو کسانو څخه وو چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخواني ولسمشر بل کلنټن په شمول مهمو شخصیتونو سره يې نږدې اړیکې درلودې.

دا پیښه څنګه وشوه؟ او ولې؟

امریکايي ټوکمار ترینس ویلیم په یوه ویدیويي پیغام ویلي :"هغه چا د نظارت نه ازاد کړی و ،دا کار چا وکړ، سکوبي ډو ،ډاکټر فېل او که بل چا او که کلنټن؟".

دغه امریکایي کومډین وايي چې جیفري اېپسټین د کلینټن په اړه معلومات درلودل نو ځکه مړ شو.

د امریکايي میلیارډر جیفري اېپسټین د مرګ خبر په ټولنیزو رسنیو کې تازه بحثونه راپارولي دي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

ددغه ډول مرګونو او د توطیې تیورۍ په اړه امریکايي سیاستوال او منتقدین بېلابېل نظرونه لري؟ د سانټا کلارا پوهنتون استاده ایرینا رایکو وايي: "دا اوازې یو دود گرځېدلی. مونږ گورو چې د نیمگړو معلوماتو او اوازو څپې د هرچا ذهنونو ته رسیږي."

بلخوا بیا د کالیفورنیا ایالت د بیرکلي پوهنتون استاد هاني فرید وايي "موږ ته تل هره خبره کې پټه دسیسه ښکاري. یوازینی توپیر یې دا دی چې په ټولنیزو رسنیو کې دغه منفي خبرې او نظریات په سرعت مزل کوي، هرڅوک کولی شي هرڅه چې ېې زړه وغواړي ولیکي".

یوه مسئله چې په ټولنیزو رسنیو کې لیدل کیږي هغه د ټرینډ یا د موضوعاتو د عام کولو مسئله ده او دې سره خلک د مسئلو په اړه شدید عکس العمل ښيي.

د ټولنیزو رسنیو منتقدین وايي د ټولنیزو رسنیو شرکتونه د خلکو پام هغه څه ته اړوي چې حتی د دوی په فکر کې هم نه وي، نو ځکه باید د انلاین معلوماتو خوندي کولو په اړه فکر وشي.

XS
SM
MD
LG