د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان د کولمبس او بومي خلکو ورځ یو ځای نمانځي 


په نیویارک کې د بومي خلکو د ورځې نمانځنې مراسم
په نیویارک کې د بومي خلکو د ورځې نمانځنې مراسم

نن دوشنبه اکتوبر ۱۱ (تلې۱۹) د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کولمبس عمومي رخصتي او د بومي او ځایي خلکو ورځ نمانځل کیږي.

په ۱۹۴۲ کې کریسټوفر کولمبس امریکا ته راغلی او له ۱۹۷۱ راپدیخوا د دغې ورځې د نمانځنې په خاطر فدرال رخصتي وي.

د نړۍ په لویدیځې نیمه کرې کې په مېشتو ځايي خلکو (امریکایانو) باندې د اروپایانو له لوري د تاوتریخوالي، رنځونو او کړاوونو د تپلو له کبله په وروستیو کلونو کې په امریکا کې د کولمبس د ورځې په نمانځنې باندې د بیا کتنې فکر پیدا شوی دی.

داسې غوښتنه هم شوې ده چې باید دا ورځ بیخي ختمه شي او د ځايي او بومي خلکو د ورځ په نامه دې وپېژندل شي.

په همدې لړ کې ولسمشر جوبایډن تېره اونۍ په لومړي ځل «د بومي خلکو ورځ» د پېژندنې او نمانځنې په اړه یو فرمان صادر کړ.

په فرمان کې راغلي دي: «موږ نن هغه دردناک تاریخ او تېروتنې هم تصدیقوو چې ډېرو اروپایي کشافانو په بومي او قبایلي ټولنو باندې تپلي دي.» ښاغلي بایډن همدغه راز لیکلي دي: «دا د یو ملت په توګه زمونږ د عظمت یوه برخه ده چې موږ د خپلې ماضي د دغو شرموونکو برخو د ښخولو هڅه نکوو- موږ ورسره په رښتینې توګه مخامخ کیږو، رڼا پرې اچوو او د حل لپاره یې هلې ځلې کوو.»

په همدې حال کې د اوریګن ایالت به نن دوشنبه په لومړي ځل د بومي خلکو ورځ نمانځي. د دغه ایالت استازو د کال په پیل کې دا ورځ تائید کړه.

په اوریګن سربېره ۱۲ نور ایالتونه هم دا ورځ نمانځي. د جنوبي دکوتا ایالت بیا د «ځايي امریکایانو ورځ» نمانځي.

د نیویاریک او شیکاګو په ښارونو کې به د کولمبس د ورځې په مناسبت رسم او ګذشت کیږي، تېرکال د کروناویروس له کبله دا ورځ داسې ونه نمانځل شوه.

د دغه راپور ځینې معلومات د اسوشیتډپرس څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG