د لاس رسي وړ اتصالات

د مارتین لوترکېنګ ورځ او د سیاسي کړکیچ او کرونا د خپرېدو اندېښنې


په واشنګټن ډي سي کې د مارتن لوتر کینګ د یاد مجسمه څلی
په واشنګټن ډي سي کې د مارتن لوتر کینګ د یاد مجسمه څلی

امریکایان سږکال پداسې حال کې د خپل مدني مبارز مارتین لوتر کېنګ ورځ نمانځي چې هېواد کې یې د کروناویروس پېښې خورا زیاتې او د نوي ولسمشر د لوړې تر مراسمو مخکې د سیاسي‌ خشونت اندېښنې هم رامنځ ته شوي دي.

په امریکا کې خلک هرکال د جنورۍ په درېیمه اونۍ کې د دوشنبې په ورځ د دغه مبارز یاد تازه کوي. مارتین لوتر کېنګ په ۱۹۵۰-۱۹۶۰ کلونو کې په امریکا کې د تورپوستو لپاره د مساواتو، په انتخاباتو کې د رایې اچونې او نورو مدني حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه پیل کړه.

معمولآ په دا ورځ د امریکا په بېلا بېلو ښارونو کې لویې او وړې غونډې نیول کیږي، خو سږکال د کروناویروس او د امریکا په ښارونو کې د سیاسي تاوتریخوالي اندېښنو په دا ډول غونډو سیوری غوړولی دی.

سږکال د مارتین لوتر کېنګ د یاد ورځ داسې مهال راځي چې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې د مراسمو لپاره په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد نژدې ۲۵۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای کیږي چې امنیت ونیسي.

تېره اونۍ د ولسمشر ټرمپ ځینو پلویانو په مظاهره کې د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ، چارواکي وایي په دغې پېښه کې پنځه تنه مړه شوي دي.

د لوړې د مراسمو په ورځ به د کانګرس ودانۍ ته مخامخ ( نشنل مال) بند وي، معمولآ دغلته په لویو او مناسبتي غونډو کې لسګونه زره خلک راټولیږي. همدغه راز ویل کیږي چې د ګواښونو له ویرې به د لوړې د مراسمو په ورځ په واشنګټن ډي سي کې اورګاډي او مېټرو هم محدود وي.

مارتین لوتر کینګ په امریکا کې د تور پوستو سره د تبعیض په ضد مبارزه بیل کړه
مارتین لوتر کینګ په امریکا کې د تور پوستو سره د تبعیض په ضد مبارزه بیل کړه

له دې دومره اندېښنو سره سره بیا هم ټاکل شوې چې په واشنګټن ډي سي او د امریکا په ځینو نورو ښارونو کې د مارتن لوتر کینګ ورځ ونمانځل شي.

خو تنظیموونکو ته ویل شوي چې دا ټولې اندېښنې په پام کې ونیسي، خلک کم وغواړي او د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لارښوونې هم عملي کړي.

د کینګر د مبارزي د بري راز

د کینګ د مدني مبارزې د بري راز په دې کې و چې هغه د عدم تشدد لاره خپله کړه او په خپلې مبارزې کې یې وسله پورته نکړه. مارتن لوتر کینګ به ویل چې د هغه مبارزه د هند د عدم تشدد د مبارزې د مشر مهاتما ګاندي څخه الهام اخیستی دی. مهاتما ګاندي د انګریزانو په خلاف مبارزه کوله.

د مارتین لوتر کینګ مبارزه او غورځنګ په ١٩٥٥ کې له هغه وروسته نور هم محبوب او مشهور شو چې د امریکا د الاباما ایالت د مونتګمري په ښاري بسونو کې یې تور پوستو سره د توپیري چلند او د بسونو په څوکیو کې د افریقايي-امریکایانو د کیناستو د بندیز په مخالفت کې ودرېده.

سپین پوستو امریکایانو به تور پوستي‌نه پرېښودل چې د بس په څوکۍ کیني. د هغې مبارزې ددې ښار ښاروالۍ مجبوره کړه چې دغه تبعیض ختم کړ.

مارتین لوترکینګد ١٩٦٣ د مارچ په میاشت کې په واشنګټن ډي سي کې یوه وینا وکړه چې بیا ډېره مشهوره شوه. د ده د وینا عنوان و: "زه یوه هیله/خیال لرم". دغې وینا ته ٢٥٠زره تورپوستي او سپین پوستي امریکایان راټول شوي وو.

سږکال د کینګ ورځ د نوي ولسمشر د لوړې تر مراسمو دوې ورځې مخکې راغلې
سږکال د کینګ ورځ د نوي ولسمشر د لوړې تر مراسمو دوې ورځې مخکې راغلې

هغه په ۱۹۶۴کال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړهاو په همدې کال په امریکا کې د مدني حقونو لایحه هم لاس لیکشوه.

د امریکا د مدني حقونو د غورځنګ مشر د ۱۹۶۸کال په اپریل کې په ٣٩ کلنۍ کې پداسې حال کې ووژل شو چې د تورپوستو کارګر اعتصاب کوونکو ننګې ته تللی و.

د ډاکتر لوتر کینګ له وژل کیدو څلور ورځې وروسته د امریکا د استازو د مجلس یو غړي وړاندیز وکړ چې د کال یوه ورځ د مارتین لوتر کینګ یاد ته ځانګړې او د درناوي لپاره یې عمومي رخصتي شي.

پنځلس کاله وروسته د متحده ایالاتو کانګرس په ١٩٨٣ کې د مارتین لوتر کینګ په یاد یوه ورځ عمومي رخصتي ومنله او د وخت ولسمشر رونالد ریګن امضا کړه.

XS
SM
MD
LG