د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر امریکايي مسلمانان غواړي د سپینې ماڼۍ د روژه ماتي مېلمستیا بایکاټ کړي


د ۲۰۲۲ کال د سپینې ماڼۍ د روژه ماتي په میلمستیا کې ولسمشر جو بایډن (چپ) په واشنګټن کې د محمد د جومات امام طالب محمد شریف خبرو ته غوږ نیولی دی.
د ۲۰۲۲ کال د سپینې ماڼۍ د روژه ماتي په میلمستیا کې ولسمشر جو بایډن (چپ) په واشنګټن کې د محمد د جومات امام طالب محمد شریف خبرو ته غوږ نیولی دی.

یو شمېر امریکايي مسلمانان چې د ولسمشر جو بایډن له خوا د اسرائیل د ملاتړ له امله په قهر دي، وايي چې سږکال د سپینې ماڼۍ د روژې او اختر په مراسمو کې برخه نه اخلي ځکه چې دوی په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي.

د امریکا د اسلامي اړیکو ټولنې (کایر) د حکومتي چارو مسئول رابرټ مککاو وویل که بلنه راشي نو "په پراخه کچه باور کیږي" چې د اسلامي ټولنې د مشرانو او سازمانونو لخوا به رد شي.

مککاو امریکا غږ ته وویل: "دا پریکړه د ادارې د ناکامۍ له امله ده چې د مسلمانانو د ټولنې د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه یې په پام کې نه ده نیولې او اسرائیل ته د وسلو ورکولو له بندولو څخه انکار کوي چې په غزه کې زموږ د فلسطیني وروڼو او خویندو په نسل وژنې کې کارول کیږي."

په داسې حال کې چې د رسنیو راپورونه ښيي چې سپینه ماڼۍ د روژې په مناسبت د پروګرامونو په کمولو غور کوي، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر وویل چې تراوسه د روژه ماتي د میلمستیا او یا روژې اړوند بل کوم پروګرام اعلان ندی شوی.

پییر د دوشنبې په ورځ د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې امریکا غږ ته وویل: "موږ پوهیږو چې دا د یو شمیر ټولنو لپاره دردناک وخت دی." هغې زیاته کړه، چې د سپینې ماڼۍ جګپوړو چارواکو د عربي، مسلمانو او فلسطیني ټولنو له غړو سره کتلي دي چې "د دوی د نظرونو په اړه خبرې وکړي، د دوی اندیښنو ته غوږ ونیسي، او موږ یې هرکلی کوو."

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روژې د میاشتې په پیل کې په یو بیان کې وویل چې د فلسطین د خلکو کړاو به د روژې په میاشت کې "د ډیرو مسلمانانو په ذهنونو کې وي او دا به زما په ذهن کې هم وي."

په ۱۹۹۶ کې د ولسمشر بیل کلنټن د واکمنۍ راهیسې، په امریکا کې دواړه جمهوري غوښتونکي او دموکرات ولسمشران هر کال د روژې په پای کې د روژه ماتي میلمستیا ترتیبوي چې ولسمشر بایډن هم دغه دود ژوندی ساتلی دی.

خو سږکال، ګمان کیږي چې د مسلمانانو د ټولنې لخوا د عمومي بایکاټ له ویرې او همدارنګه دداسې صحنې د مخنیوي دپاره چې د فلسطین په ملاتړ لاریون کوونکي د بایډن په وړاندې د مخالفت غږونه پورته کړي، ښايي دغه میلمستیا ځنډول شوې وي. د فلسطین ملاتړو مظاهره کوونکو تراوسه څو ځله د امریکا په مختلفو ښارونو کې د بایډن د انتخاباتي مبارزو غونډې ګډوډې کړې دي.

سپینه ماڼۍ کې نوروز

دغه وضعیت نوروز هم اغیزمن کړی چې سږ کار د روژې په میاشت کې راغلی دی. د لمریز کال لومړۍ ورځ د مختلفو مذهبونو سره د تړاو لرونکو د عراق، افغانستان، هند، پاکستان، ترکیې، تاجیکستان، اذربایجان، ازبیکستان او قزاقستان د وګړو له خوا په امریکا کې هم نمانځل کیږي.

د نورو کلونو په څېر چې په سپینې ماڼۍ کې به د نوروز په میلمستیا کې په سلګونو خلکو ته بلنه ورکول کېده، سږکال "په نوروز کې د سپینې ماڼۍ سیل" پروګرام اعلان شوی چې په ترڅ کې یې خلک کولی شي ددې اوونۍ په پای کې له سپینې ماڼۍ څخه لیدنه وکړي.

د افغان امریکايي ټولنې د بورډ غړي، جاوید کوټوال وویل: "زه ډاډه نه یم چې ولسمشر به پخپله پکې برخه واخلي. سږکال د نوروز په مناسبت د سپینې ماڼۍ پروګرام د تیرو کلونو له میلمستیاو څخه توپیر لري او محدود ترتیب شوی دی."

کوټوال امریکا غږ ته وویل چې په شخصي توګه یې بلنه رد کړې خو د هغه د ټولنې غړي به "د سپینې ماڼۍ د واکمنو سره د ښکیلتیا د دوام لپاره د هرې لارې په لټه کې وي."

سپینې ماڼۍ د نوروز یا روژې دپاره د خپلو پروګرامونو د جزئیاتو په اړه پوښتنو ته ځواب ندی ویلی.

د نوروز په مناسبت په خپله وینا کې، بایډن وویل چې د جګړې په خاطر "فلسطینیانو سخت کړاوونه ګاللي دي" او ژمنه یې وکړه چې غزې ته "د لا زیاتو بشري مرستو رسولو لپاره د نړیوالو هڅو رهبرۍ ته به دوام ورکړي."

سږ کال لومړی ځل نه دی چې په سپینه ماڼۍ کې د روژې پروګرامونه اغېزمن شوي دي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د خپلې واکمنۍ په لومړي کال په سپینې ماڼۍ کې د روژې میلمستیا لغوه کړې وه. نوموړي هغه مهال متحده ایالاتو ته د مسلمانانو د راتګ د مخنیوي دپاره کمپاین کاوه او له اسلامي هېوادونو څخه امریکا ته د کډوالۍ د محدودولو لپاره یې ګڼ شمېر اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل.

په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې، ټرمپ د مسلمان اکثریت هیوادونو ډپلوماټانو ته په سپینې ماڼۍ کې د روژه ماتي میلمستیا جوړه کړې وه خو د امریکا اسلامي سازمانونه او قانون جوړونکي د میلمنو په لیست کې نه وو. په هغه وخت کې، د امریکا مسلمانو ډلو ویلي وو که بلنه ورکړل شوې وای، دوی به رد کړې وای.

ځینې امریکایي مسلمانانو د ۲۰۲۱ په مۍ میاشت کې د اختر په مناسبت د بایډن انلاین میلمستیا بایکاټ کړه ځکه چې په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ کړکېچ زیات شوی و. ملګرو ملتونو هغه مهال وویل چې د تاوتریخوالي په پېښو کې تر ۲۶۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

خو پر اسرائیل د حماس د اکتوبر اوومې د برید وروسته په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په عملیاتو کې تراوسه له ۳۱ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي او له کبله یې د امریکا د مسلمانانو، عربانو او د بایډن د ډموکراټیکو پلویانو د قهر اندازه هم کچه هم ډیره زیاته ده.

فلسطیني امریکایی او د امریکا د پوهنې په وزارت کې د پالیسۍ سلاکار طارق حبش چې د جنوري په میاشت کې یې د احتجاج په توګه له خپلې دندې استعفا کړه، وویل چې د مسلمانانو ټولنې ښايي سږکال د سپینې ماڼۍ د روژه ماتي میلمستیا ته د "چل او فریب" په سترګه کتلي وای.

حبش امریکا غږ ته وویل: "تاسو نشئ کولی چې له یوې خوا پیوستون اعلان کړئ او له بلې خوا داسې یو افراطي حکومت ته بې شمېره وسلې او پوځي تجهیزات ورکړئ چې د ملکي خلکو د وژلو اراده لري."

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د اکتوبر د اوومې نیټې د حماس د برید راهیسې يي په فعاله توګه د عربي او مسلمانو امریکایانو سره خبرې اترې کړې دي. خو د امریکايي مسلمانانو د ټولنې ځینو غړو د حکومتي چارواکو سره له لیدو ډډه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG