د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي طالب له زندان نه خوشې شو


واکر به تر دریو کلونو پورې تر کلک نظارت لاندې وي
واکر به تر دریو کلونو پورې تر کلک نظارت لاندې وي

امریکايي طالب جان واکر لیند چې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې په افغانستان کې له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوی و، نن پنجشنبه د ( مۍ ۲۳) د امریکا په انډیانا ایالت کې له زندان نه خوشې شو.

واکر لیند په ۲۰کاله بند محکوم شوی و، خو له ۱۷ کلنو وروسته په زندان کې د ښه سلوک له کبله وبخښل شو.

یو شمیر امریکايي قانون جوړونکو د دغه امریکايي جنګیالي پر خوشې کیدو نیوکه کړې ده او له وخت څخه مخکې د هغه خوشې کول یې امنیتي تهدید ګڼلی دی.

د واکر لیند د قضیې یو موظف څارنوال وايي " جان واکر د طالبانو په ډله کې په لومړۍ لیکه کې جنګیدو، هغه وخت د شمال ټلوالې پر ضد یې جګړه کوله ".

یو اندازه اسناد چې د فارن پالیسۍ مجلې لخوا خپاره شوي امریکايي فدرال چارواکو تر ۲۰۱۶ کال پورې په دې بارو وو چې واکر لیند افراطي فکر لري.

واکر لیند په ځوانۍ کې له مسحیت څخه اسلام ته مخه کړې، په ۲۰۰۲ کال کې د محکمې په جریان کې ویلي چې د عربي ژبې زده کولو لپاره یمن ته تللی و او له هغې وروسته د اسلامي زده کړو لپاره پاکستان ته یې سفر کړی و او بیا د طالبانو سره یو ځای شو.

جان واکر د طالبانو په ګټه جنګېده
جان واکر د طالبانو په ګټه جنګېده

خو ده ویلي چې په ټوله کچه ترهګري غندي او زیاته کړې ده د القاعده ډلې پخواني مشر اسامه بن لادن لخوا چې کوم بریدونه شوې دي اسلام سره په ټکر کې دي.

ښاغلی واکر لیند چې په "امریکايي طالب "مشهور دی، په زندان کې له ۱۷ کلنو تیرولو څخه وروسته اوس ۳۸ کلن دی.

که څه هم له خوشې کیدو څخه وروسته ویل شوي نه دي چې واکر لیند به چیرته وي، خو تر راتلونکو دریو کلنو به تر ټینګ نظارت لاندې وي، او هر ډول مکالمه چې د انټرنټ او ټلیفون له لارې کوي هغه به هم څارل کیږي.اصلي تابعیت یې چې د آیرلنډ لري هلته هم له سفر کولو منع دی.

چارواکو ویلي تمه لري یو شمیر نور کسان چې د سپټمبر ۱۱ نیټې څخه وروسته د امریکايي خواکونو لخوا د ترهګریزو فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور په افغانستان او عراق کې نیول شوي، تر راتلونکو څو کلنو پورې په تدریجي توګه له زندان نه خوشې شي.

XS
SM
MD
LG