د لاس رسي وړ اتصالات

آیا ټرمپ کولای شي خپل ځان عفو کړي؟


وروسته له هغې چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د "بلوا په تحریک" او د کانګرس په ماڼۍ باندې د اعتراض کوونکو د مرګوني برید په هڅولو تورن شو، پدې باندې بحث چې آیا یو جمهور رئیس کولای شي خپل ځان عفو کړي او که نه، په امریکا کې په یوې تودې موضوع اوښتی دی.

پر کانګرس باندې د ښاغلي ټرمپ د پلویانو یرغل د استازو په خونه کې د واک نه د لرې کولو لپاره د دونالد ټرمپ د دوهم ځلي استیضاح سبب شو او دموکرات وکیلانو په تاوتریخوالو کې د ټرمپ د رول لرلو په هکله د فدرال حکومت له لورې د پلټنو غوښتنه وکړه.

دې کار په خپل وار دا پوښتنه رامنځ ته کړې چې آیا ټرمپ کولای شي د جمهوري ریاست د عفو د صلاحیت نه په استفادې د راتلونکو پلټنو نه د تیښتې په مقصد خپل ځان هم عفو کړي او که نه؟

د کانګرس د استازو خونې رئیسې ننسي پلوسي د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۳د جمهور رئیس ټرمپ استیضاح لاس لیک کړه. په بل ګام کې باید سنا ښاغلی ټرمپ محاکمه کړي او که لګیدلي تورونه پدې محاکمه کې ثابت شي، هغه د تل لپاره په انتخاباتو کې له ګډون څخه محرومیږي.

ښاغلی ټرمپ دمخه هم د داسې مواردو سره مخامخ شوی دی. په ۲۰۱۸کې ښاغلی ټرمپ د ۲۰۱۶کال په انتخاباتو کې د روسیې سره د اړیکو په هکله د ځانګړو پلټنو سره مخامخ شو. ټرمپ هغه وخت وویل چې "مطلق حق" لري چې ځان عفو کړي.

خو ښایي د نفس عفو د ټرمپ په ګټه نه وي، نو په همدې دلیل د ښاغلي ټرمپ سلاکارانو تل هڅه کړې د هغه سره پدې هکله خبرې وکړي چې کیدای شي عفو د ګناه د منلو په عنوان وګڼل شي.

سربیره پر دې حقوقي کارپوهان وایي چې که ټرمپ ځان عفو هم کړي ښایي د جو بایډن د حکومت د عدلیې وزارت د ښاغلي ټرمپ عفو رد کړي او پرې تور ولګوي.

د جمهوري ریاست عفو

د امریکا اساسي قانون پدې هکله وضاحت نلري، چې آیا جمهور رئیس ددې صلاحیت لري چې ځان عفو کړي او که نه. ددې قانون په دوهمه ماده کې راغلي چې جمهور رئیس "د استیضاح د مواردو په استثنا د اعدام د حکم د تعلیق او د امریکا د متحده ایالاتو پر وړاندې د جرایمو د عفو کولو" اختیار لري. دا متن په عام ډول بیان شوی او د نفس عفو یې تفسیر پریښودلې ده.

د امریکایي پوهنتون د حقوقو استاد او د جمهوري ریاست د عفو د قدرت په نامه کتاب لیکوال جفري كروچوایي: "هیڅ جمهور رئیس هیڅکله هم د نفس دعفو اقدام ندی کړی، نو پدې خاطر مونږ هیڅ سابقه نلرو. جمهور ءئیس نیکسن ددې کار د کولو نیت درلود خو په پای کې یې تصمیم ونیو چې دغه کار ونکړي."

هغوی چې باور لري یو جمهور رئیس کولای شي ځان عفو کړي استدلال کوي چې دا د اساسي قانون مخالف کار ندی. هغوی وایي د امریکا لارښودد فدرال جنایتونو د عفو صلاحیت لري او که پخپله د فدرال جرم سبب شي باید وکړای شي ځان د هغه جرم نه عفو کړي.

خو هغوی چې ددې نظر سره مخالف دي چې اکثریت هم دي، ادعا کوي چې د "عفو د اعطا کولو" عمل د یو دوه اړخیز حرکت په معنی دی او دوه تنه باید په کې دخیل اوسي.

په ممفیس پوهنتون کې د حقوقو استاد ستیف مولروي، وایي: "د عفو د کلیمې نه استفاده په معمول ډول د یو شخص له لورې د بل شخص د عفو کولو په معنی دي. دا یوه کړنلاره ده چې د تاریخي پلوه منل شوې ده."

ښاغلی مولروي وایي سربیره پر دې د نفس عفو یا "ځان بخښنه" د یو لرغوني امریکایي اصل سره چې ریښه یې په بریتانوي قوانینو کې شته توپیر لري او هغه داده چې یو شخص نشي کولای په خپله قضیه کې قاضي شي.

مولروي وویل:"پدې خاطر پداسې حال کې چې د (جمهور رئیس) عفو قدرت ډیر پراخ دی او عالي محکمې هیڅکله د فطعي توګه د هغې په هکله رای نده ورکړې. د اساسي قانون زیات متخصصین وایي چې تاسې نشئ کولای ځان عفو کړئ."

د امریکا د عدلیې وزارت په ۱۹۷۴کې دا پوښته وارزوله او نتیجه یې منفي وه. ددې وزارت د حقوقي مشاورت د برخې د یادداشت په اساس "ځان بخښنه" د فانون سره مغایرت لري چې وایي "هیڅوک نشي کولای چې د خپل ځان قاضي اوسي". دا یاد داشت د عدلیې وزارت د پالیسۍ جز دی.

ځان بخښنه به څنګه وي؟

البته دا پدې معنی ندي چې جمهور رئیس به هڅه ونکړي چې ځان عفو کړي. که هغه د نفس عفو ته ترجیح ورکړي د حقوقي کارپوهانو په وینا ښایي "بشپړه او بې قید او شرطه بخښنه" به د ځان لپاره صادره کړي.

په معول ډول کله چې جمهور رئیس یو څوک عفو کوي د عفو په سند کې هغه تورونه چې هغه ترې عفو کیږي مشخص کیږي؛ هماغسې چې د خپلو څو تنو همکارانو په اړه د ښاغلي ټرمپ په وروستیو بخششونو کې شوي دي.

د میامي پوهنتون د حقوقو استاده کارولین مالا کوربین، وایي ښایي ښاغلی ټرمپ د ځان لپاره د عفو نه کار واخلي چې د پخواني جمهور رئیس ریچارد نکسن، د عفو لپاره طرحه شوې وه او په هغه کې "د متحده ایالاتو پر ضد د ټولو جنایاتو عفو" ذکر شوې ده.

د نفس د بخښنې بیلګې

د یو شمیر حقوقي کارپوهانو په وینا د ښاغلي ټرمپ له خوا ځان بخښنه چې دمخه هیڅکله ندي شوي، ښایي د راتلونکو جمهورو رئیسانو د کړنو لپاره یوه خطرناکه الگو شي.

خو هغوی چې فکر کوي یو جمهور رئیس کولای شي ځان عفو کړي ددغې ادعا سره مخالف دي او وایي د کانګرس له خوا د استیضاح په څیر نورې لارې چارې هم شته. سربیره پر دې د هغوی په وینا د جمهور رئیس د نفس عفو د ایالتي قانوني د تعقیب څخه هغه نه ژغوري.

د نفس د عفو کولو ننګونې

پداسې حال کې چې د جمهوري ریاست بخښنې دایمي او د فسح کولو وړ ندي، خو د ښاغلي ټرمپ د نفس یا ځان عفو ښایي په راتلونکې کې د قانوني ننګونو سره مخامخ شي.

د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن په زغرده ویلي دي چې هغه نه غواړي خپل او د مخکني جمهور رئیس د عدليې وزارت د تعقیب لاندې ونیسي. خو که ښاغلی ټرمپ ځان وبخښي دا کولای شي د عدلیې وزارت اړ کړي چې د نفس د عفو د قانوني والي د اثبات لپاره په هغه باندې تورونه ولګوي.

د کارپوهانو په وینا دا مسله کیدای شي تر سترې محکمې پورې پرمخ لاړه شي؛ چیرته چې هیڅکله پدې هکله بحث ندی شوی.

ښاغلي کوربن وویل: "په اسانه کیدای شي ادعا وکړو چې دغه د اساسي قانون مسله ده چې باید د محاکمو له لورې حل شي او سیاسي انګیزه نلري."

د ښاغلي کوربن په وینا د عدلیې وزارت له لورې د دعوا کولو احتمال ښایي ټرمپ د ځان عفو کولو څخه منصرف کړي.

آیا ټرمپ کولای شي استعفا وکړي او د جمهور رئیس له مرستیال مایک پنس څخه وغواړي چې هغه عفو کړي؟

سره له دې چې د جنورۍ په ۲۰د ښاغلي ټرمپ د کاري دورې له پای ته رسیدو دمخه د هغه د استعفا کولو هیڅ نښه نښانه نشته، خو ددې احتمال شته. پخوا هم دغه ډول کار شوی دی.

په ۱۹۷۴کې د نیکسن له استعفا وروسته د جمهور رئیس مرستیال او د هغه ځای ناستي جرالد فورډ، هغه د امریکا د متحده ایالاتو پر ضد له ټولو جنایتونو څخه عفو کړ. پداسې حال کې چې ښاغلي فورډ په صراحت ویلي و چې دغه کار یې د ملي ګټو په خاطر کړی دی، خو منتقدینو هغه تل د نفس عفو ګڼلې ده.

XS
SM
MD
LG