د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان:د طالبانو له خوا د ژورنالستانو خپل‌سري نیونې د اندېښنې وړ دي

انځور- د افغانستان د خبریالانو ملاتړکونکی سازمان
انځور- د افغانستان د خبریالانو ملاتړکونکی سازمان

افغانستان کې د خبریالانو د نیول کیدو او لادرکه کیدو په هکله اندېښنې زیاتې شوې دي. د بشري حقونو نړیوال سازمان، امنسټي انټرنېشنل، ویلي چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست یا جي ډي آی له خوا د درېیو افغان خبریالانو خپل‌سري نیونه او جبري تري تم کیدل د جدي اندېښنې وړ دي.

د رپوټونو له مخې، منصور نیازی او عمران دانش چې د طلوع نیوز خبریالان دي، او جاوېد نیازی چې د پایګار خبري اژانس مسئول مدیر دی، د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي. تر اوسه د دغو خبریالانو د ساتلو ځای او حالت نه دی معلوم.

طالبانو هم دا ندي ویلي چې دا خبریالان یې په کوم تور نیولي دي.

امنسټي انټرنېشنل وایي، دا اقدامات په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د وېرولو، ګواښونو او غچ اخیستنې د دوامدارې تګلارې برخه ښکاري، چې د نړیوالو بشري حقونو له قوانینو سره ښکاره ټکر لري.

دې نړیوالې ادارې له طالبانو غوښتي چې سمدستي د منصور نیازي، عمران دانش او جاوېد نیازي د برخلیک او موقعیت په اړه معلومات خپاره کړي، هغوی ته له کورنیو او وکیلانو سره د لیدو اجازه ورکړي، او که پر هغوی کوم واضح جرمي تور نه وي، نو ژر تر ژره دې خوشې شي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې هر ډول قضایي بهیر باید د نړیوالې عادلانه محاکمې له معیارونو سره سم ترسره شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې خپل‌سري بندي کول او جبري تري تم کول د نیول شویو کسانو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې پیدا کوي، او دا خطر هم شته چې هغوی شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شي.

بل پلو، د افغانستان د خبریالانو ملاتړ کوونکي سازمان، AFJC، هم د دغو نیونو او د افغان خبریالانو پر ضد د ګواښونو غندنه کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې د جاوېد نیازی، منصور نیازی او عمران دانش ځای لا هم نامعلوم دی، او له طالبانو یې غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان خوشې کړي او د رسنیو د آزادۍ ځپل دې نور پای ته ورسوي

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG