د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بند څخه د تعلیم د برخې د فعال وزیرخان خوشې کیدو غوښتنه کړې


ځینو سیمه ییزو رسنیو د تعلیم ددغه فعال وزیر خان د خپلوانو له قوله ویلي چې هغه تیره اونۍ د کابل ولایت د بت خاک ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
ځینو سیمه ییزو رسنیو د تعلیم ددغه فعال وزیر خان د خپلوانو له قوله ویلي چې هغه تیره اونۍ د کابل ولایت د بت خاک ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تعلیم د برخې د یو فعال وزیر خان د نیولو خبر ورکړی او ددغې ډلې څخه یې ژر تر ژره د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د چهارشنبې د ورځې ناوخته مارچ پنځم ( کب ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور شوي پیغام کې لیکلي چې د ماشومانو د زده کړو دغه فعال تیره اونۍ د طالبانو د استخباراتو د ریاست د څلورو کارکوونکو له خوا کابل کې نیول شوی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د تعلیم د برخې ددغه فعال نیول د اندیښنې وړ بللي او ویلي دي: "د طالبانو حاکم چارواکي باید هغه سمدستي پرته د قید او شرط څخه د بند څخه خوشې کړي".

ددغه سازمان د معلوماتو پراساس د طالبانو له خوا د وزیرخان د نیولو څخه د یوې اونۍ په تیریدو د هغه د کورنۍ غړي ورسره د اړیکو په ټینګیدو او بند کې د ساتلو د ځای په معلومولو باندې نه دي بریالي شوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې ددې سره سره چې طالبانو په رسمي ډول ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي دي، خو وزیر خان په سوله ییز ډول په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو د ودې لپاره هڅې کولې.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو سره سم د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې په ۲۴ په پوهنتونونو اود لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

ځینو سیمه ییزو رسنیو د تعلیم ددغه فعال وزیر خان د خپلوانو له قوله ویلي چې هغه تیره اونۍ د کابل ولایت د بت خاک ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

د هغوی د وینا پراساس وزیر خان چې پخپله هم زده کوونکی دی د خپلې اوسیدانې په سیمه کې د ورځې د څو ساعتونو لپاره نجونو او هلکانو ته درس ورکاوه. د طالبانو حکومت تراوسه د وزیرخان د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د تیرو څه باندې دریو کلنو په موده کې چې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی د تعلیم د برخې د فعالانو په ګډون د مدني ټولنې او د ښځو او نجونو د حقونو په سلګونو فعالان نیولی او په زندانونو کې اچولي دي.

ددې دمخه طالبانو د تعلیم د برخې یو شمیر فعالان مطیع الله ویسا، احمد فهیم عظیمي، صدیق الله افغان او رسول پارسي په ګډون ګڼ مدني فعالان نیولي او د څو میاشتو لپاره یې په زندانونو کې اچولي وو.

د رواداري په نوم د بشري حقونو د څار د یوې ادارې د راپور له مخې طالبانو پر افغانستان باندې د بیا واکمنیدو راهیسې په دغه هیواد کې په خپل سراو غیر قانوني ډول د ښځو په ګډون د مدني فعالانو او د بشري حقونود مدافعانو نیولو، په جبري ډول لاردرکه کولو،او ورسره ناسم چلند او شکنجه کولو ته دوام ورکړی دی.

ددغې ادارې ویلي چې د طالبانو په څه باندې تیرو دریو کلنو واکمنۍ کې یې لږ ترلږه درې زره او ۲۱۳ په خپل سر او غیر قانوني نیولو پیښې ثبت کړي دي چې په دې ډله کې ۲۲۲ پيښې یې د ښځینه فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو د نیولو په تړاو ثبت شوي دي.

د پخواني حکومت کارکوونکي، مدني فعالان، خبریالان او د بشري حقونو مدافعان، د طالبانو مخالفو ډلو سره د اړیکو لرلو په تور کسان په دغو نیول شویو کسانو کې شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG