د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان طالبانو ته: ژولیا پارسي او نور مدني فعالان سمدستي خوشې کړئ


د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا پر دغې ډلې د انتقادکوونکو فعالانو په خپلسر او غیرقانوني نیولو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت یې سمدستي د ژولیا پارسي او نورو فعلانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د جمعې د ورځې ناوخته سپټمبر ۲۹ ( تلې اووم) په یوه اعلامیه کې، چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه خپره کړې د میرمن پارسي په خپلسر نیولو ژوره اندیښنه ښودلې ده.

بخښڼې نړیوال سازمان په دغه اعلامیه کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي: "سمدستي او پرته له قید او شرط څخه ژولیا پارسي او نور فعالان چې په زندان کې پراته دي خوشې کړئ او هم سمدستي ټول د فعالانو، خبریالانو او د متقدینو غږونو د چپولو لپاره په خپلسر، غیرقانوني نیونې او په جبري ډول لادرکه کیدل بند کړئ".

همداشان دغه سازمان د جنسیت په اساس د بشري ضد جنایاتو په ګډون د نړیوالو قوانینو څخه د طالبانو له خوا زیاتو سرغړونو ته په اشارې ویلي، چې د بخښنې نړیوال سازمان بشري حقونو سرغړونکو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې د حساب ورکولو لپاره د یو خپلواک او حساب ورکوونکي میکانیزم د رامنځ ته کیدو په برخه کې خپله غوښتنه بیا تکرار کړې ده.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیټ هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د طالبانو د حکومت له خوا د بشري حقونو د ملاتړو او فعالانو د نیولو په دوام ژوره اندیښنه ښودلې ده.

ښاغلي بنیټ لیکلي: "زه خپله جدي اندیښنه د بشري حقونو د مدافعانو ژولیا پارسي او ندا پرواني او د هغوی د کورنیو د غړو په خپلسر نیولو باندې څرګندومه او د طالبانو څخه غواړم، چې سمدستي او پرته د قید او شرط څخه هغوی خوشې کړي او همداشان په افغانستان کې دې د هغوی امنیت او هوساینه تضمین کړي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د جمعې په ورځ، د سپټمبر ۲۹ (تلې اوومه) په یوې خبرپاڼۍ کې، د طالبانو له خوا په کابل کې ددغو دوو معترضو مېرمنو او د هغوی د کورنیو غړو پر نیول کېدو "ژوره خواشینې" څرګنده کړې او د طالبانو دا اقدام یې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللی دی.

د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ندا پرواني او ژولیا پارسي له تېرو لسو ورځو راهیسې د طالبانو په توقیف کې دي. خبرپاڼه کې له طالب چارواکو غوښتل شوي، چې له یادو نیول شویو معترضو مېرمنو سره قانوني او روغتیايي مرستو ته اجازه ورکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې: "یوازې د بیان او د نظر د ازادۍ له حقونو څخه د استفادې په خاطر د اشخاصو پرله پسې نیول کېدل د ژورې اندېښنې وړ او د افغانستان د بشري حقونو له نړیوالو مکلفیتونو سره په ټکر کې دي. "

طالبانو حکومت تراوسه د ښځو د حقونو ددغه دوو فعالانو د نیولو په اړه خپاره شویو راپورونو ته لا غبرګون نه دی ښودلې.

خو بلخوا په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع فعالانو د ژولیا پارسي د نیولو په تړاو ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د افغان ښځو د حقونو د دفاع یوه پېژندل شوې فعاله (ژولیا پارسي) له خپل زوی سره د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۷ مه (تلې پنځمه) د کابل ښار په قلعه فتح الله ساحه کې ونیول.

د مېرمن پارسي د خپلوانو په وینا، طالبان لومړی د ژولیا پارسي د زوی دوکان ته ورغلل او هغه یې اړ کړ چې د خپلې مور ځای وښيي.

د میرمن پارسي خپلوانو ویلي، چې طالبانو د دغې فعالې کور ته له ننوتو وروسته په زور او زیاتي هغه توقیف کړه او د هغې لاسونه وتړل او بیا یې د کور ټول موبايلونه او اسناد چیک او ضبط کړل.

همداراز، طالبانو تېره اوونۍ د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ندا پرواني چې د ژولیا پارسي همکاره وه، له خپل خاوند او زوی سره یو ځای د کابل ښار له خیرخانې سیمې څخه ونیوله.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته یو زیات شمېر ښځینه فعالانې، خبریالانې، منتقدین او د دوی د حکومت مخالفې څېرې نیولي دي، چې د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا او افغاني الاصله فرانسوۍ خبریال مرتضی بهبودي هم په کې شامل دي چې له څو میاشتو راهیسې د دغې ډلې په توقیف کې دي.

د یوناما په خبرپاڼې کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر چارواکو غږ شوی، چې خپلسري توقیفونه ودروي او ډاډ ترلاسه کړي چې ټول بندیان کورنیو، وکیلانو او روغتیا پاملرنې ته لاسرسی لري او د عادلانه محاکمې حقونه یې خوندي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG