د لاس رسي وړ اتصالات

غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو بندیز د مرستې رسونې په چارو اغیز کړی ـ سروې


سیګار وايي، چې د بشري مرستو د رسولو ادارو کې د افغان میرمنو په کار بندیز ددغو موسسو په فعالیتونو باندې د اغیزو په اړه د ملګرو ملتونو له خوا یوه شوې سروې ښيي، چې دې پریکړې د مرستو رسونې د موسسو کارونو باندې ناوړه اغیز کړی دی.

سیګار د پنجشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر ۲۸ (تلې شپږم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې دا د ملګرو ملتونو له خوا په خپلو اړوند ادارو کې پنځمه سروې ده، چې د روان ۲۰۲۳ کال په وروستیو دریو میاشتو کې ترسره شوې ده.

سیګار ویلي: "په دې سروې کې د ۱۷۵ ګډون کوونکو له ډلې ۵۶ فیصدو ویلي، چې د دوی موسسې په جزوي ډول فعالیت کوي، ۳۶ فیصدو ویلي، چې په بشپړ ډول فعالیت کوي ، ۸ فیصدو ویلي، چې فعالیتونه یې دریدلي دي او ۴۲ فیصدو ویلي، چې ښځینه کارکوونکي یې له کورونو څخه کارکوي". ‌

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو او نجونو په فعالیت باندې بندیز ولګوه، چې بیا یې د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل په لومړۍ اونۍ کې د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار هم بندیز ولګوه.

د طالبانو د حکومت دا پریکړه او پر افغان میرمنو او نجونو باندې د نورو محدودیتونو د لګولو پریکړې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون په نړیواله کچه غندل شوي دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول په افغان میرمنو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي.

په دې محدودیتونو کې له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز سربیره په پوهنتونونو کې هم ښځې او نجونې له زده کړو منع شوي او هغوی د کار اود ژوند د نورو چارو د پرمختګ څخه هم منع شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې د جنسیت پر اساس یو سیستماتیک تبعیض ګڼلی دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې څلورمه) د امنیت شورا په غونډې کې وویل چې په عامه ژوند او تعلیمي برخو کې د ښځو د منزوي کولو په اړه د طالبانو د څه باندې ۵۰ فرمانونو په خپرولو سره له دغې ډلې سره د یوناما د تعامل تګلاره کمزورې کړې ده. میرمن اوتنبایووا وویل، چې د طالبانو تګلارې ښځې محروموي او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه دي.

بیا هم د ملګرو ملتونو دغې چارواکې له طالبانو سره په تعامل او مذاکرې باندې ټېنګار وکړ. نوموړې وويل چې له طالبانو سره خبرې د هغوی د رسمیت پېژندلو په معنی او ورسره تعامل د هغوی د تګلارې د منلو په معنی نه دي، بلکې د دغو تګلارو د بدلولو یوه هڅه ده.

میرمن اوتنبایووا له طالبانو سره د تعامل لپاره د یوې بلې ارزول شوې تګلارې غوښتنه وکړه، داسې تګلاره چې د هغې په وینا طالبان په کې د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو د هوساینې مسئولیت ومني او داسې میکانیزم هم ولري چې د افغانستان د واکمنو مقاماتو اندېښنو ته ځواب ووايي بین الافغاني مذاکرات هم په کې شامل وي.

هغې ټېنګار وکړ چې له طالبانو سره د خبرو دروازې باید ونه تړل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG