د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د بشر په حقونو بریدونه باید ودرول شي


د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو اساسي حقونه اخیستل شوي او بشري حقونو ته د درناوي له پلوي دا هېواد شاته روان دی.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ ډسمبر لسم(لیندۍ۱۹) په یوې اعلامیې کې همدغه راز ویلي دي چې «په افغانستان کې د بشر په حقونو له هر لوري برید کېږي او دا باید ودرول» شي.

اعلامیه وايي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د بشري حقونو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې او سرغړونو یو نوې دوره پیل کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ پرلومړي کال په سیستماتیک ډول د بشري حقونو مهم بنسټونه لغوه کړل، د بیان ازادي، غونډې جوړولو، عادلانه محاکمې او نور بشري حقونو اړوند چارې یې تر فشار لاندې راوستې دي.

دغه سازمان ویلي:" د ښځو او نجونو اساسي حقونه سلب شوي. په زرګونو افغانان په خپلسر نیول شوي، شکنجه شوي، ورک شوي او حتی وژل شوي دي. خبریالان، فعالان، بشري حقونو مدافعان، هنرمندان، پوهان، مذهبي او قومي اقلیتونه د ځانګړو ګواښونو سره مخ دي. بشري حقونه په ټولو برخو کې تر ګواښ لاندې راغلي دي. دا حالت باید ودرول شي".

ددغه سازمان په باور په داسې حال کې چې " د افغانستان خلک په ډیره میړانه د توپان په وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي" نړۍ د هغوی ترڅنګ باید ودریږي اوپه ازادۍ کې د هغوی د ژوند، کرامت او برابرۍ په اړه غږ اوچت کړي".

افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا بشري حقونو ته درناوی اود نورو مسلو یادونه هم په دغه غوښتنه کې شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کړي چې افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" هم په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې پر بشري وضعیت باندې اندیښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" مشرې روزا اوتنبایوا ویلي " واکمن چارواکي هم قانوني مکلفیت لري او هم د ټولو هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې ژوند کوي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، د بشري حقونو د ودې او ساتنې په برخه کې پراخ مسؤلیت لري. د افغانستان راتلونکې سوکالۍ، یووالي او ثبات د تامین لپاره باید د بشري حقونو څخه ساتنه وشي."

طالبانو حکومت تراوسه د بخښنې د نړیوال سازمان او یوناما راپورونو ته لا غبرګون نه دی ښودلې، خو دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو د حکومت د کړنو په اړه د نړیوالو سازمانونو راپورونه ردکړي و او ددغو راپورونو خپرول یې د خپل حکومت په خلاف د نړیوال پروپاګند یوه برخه ګڼلې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG