د لاس رسي وړ اتصالات

د سنیګال په دیني مدرسو کې ماشومان ځورول کیږي - راپور


د بخښنې نړیوال سازمان وايي د سنیګال په دیني مدرسو کې ماشومان په بېلابیلو ډولونو ځورول کیږي او ددغو مدرسو د تنظیموونکو له خوا د خیرات راټولولو ته اړ ایستل کیږي.

دغه سازمان پدې اړه نن دوشنبې دسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۱) په یو راپور کې پر ډاکار غږ کړی چې په مدرسو کې زده کوونکي خوندي کړي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، په سنیګال کې، چې اکثریت خلک یې مسلمانان دي، مذهبي مشران ډېر ټولنیز او سیاسي نفوذ لري او زیاتره بې وزلي ماشومان د زده کړې دپاره دیني مدرسو ته مخه کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، د مدرسو ښوونکو "په لسګونو زره طالبان مجبور کړي دي چې د دوی دپاره خیرات راغونډ کړي".

راپور وايي، ډیر زده کوونکي د ښې پالنې او حفظ الصحې د نشتوالي له امله په خوارځواکۍ او د پوستکي په مختلفو ناروغیو اخته دي.

دې سازمان همدارنګه ویلي: "زده کوونکي د مدرسو د ښوونکو له خوا له ځورونې سره مخامخ دي". ځینو ښوونکو دې سازمان ته ویلي، "په ځنځیرونو د زده کوونکو تړل عام دي چې د هغوی له تېښتې مخنیوی وکړي".

په سنیګال کې د مدرسو رسمي شمېرې نشته خو د اټکل له مخې په دغه هېواد کې نږدې ۲۰۰۰ مدرسې موجودې دي چې شاوخوا ۲۰۰ زره طالبان پکې زده کړه کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په ۲۰۱۸ کال کې د یوې غیردولتي موسسې د راټولو شویو معلوماتو په اساس ویلي چې "ددغو مدرسو په ۲۵ سلنه زده کوونکو باندې په زور خیرات راټولیږي."

په راپور کې ویل شوي چې د خیرات راټولولو دپاره ځینې زده کوونکي ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، سنیګال که څه هم د ماشومانو د حفاظت دپاره کورني قوانین لري او نړیوال کنوانسیونونه یې لاسلیک کړي دي، خو "د ټولنیزو فشارونو له امله دغه قوانین نه پلي کیږي."

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، په سنیګال کې هغه پلان چې دیني مدرسې ددغه هېواد د رسمي تعلیمي سیستم برخه شي، د مدرسو د ځینو ښوونکو له مخالفت سره مخامخ دی او دا پلان یې "غیراسلامي برید" بللی دی.

چارواکو په وروستیو کلونو کې څو ځله د بې سرپرسته ماشومانو او همدارنګه په مدرسو کې د کم عمره زده کوونکو د ژغورنې دپاره عملیات کړي دي.

د خبر له مخې، د سنیګال ولسمشر مکي سال، تېره میاشت د مدرسو د بانفوذه ښوونکو سره وکتل. په دغه کتنه کې ښوونکو د خپلو "لسګونو" زنداني همکارانو د خلاصولو غوښتنه وکړه چې د زده کوونکو د ځورونې په تور نیول شوي دي.

ولسمشر سال له دیني مدرسو سره د مالي مرستې او هغو ښوونکو ته د امکاناتو د زیاتولو ژمنه کړې چې په عربي ژبه کې مهارت لري.

XS
SM
MD
LG