د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د یوناما یوه افغانه کارکوونکې وژل شوې


یوناما په دغه پیښه غصه ښودلې ده
یوناما په دغه پیښه غصه ښودلې ده

په کندار کې ولایتي چارواکي وایي د ناپیژندو وسله والونن سهار د کندهار په ښار کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونود مرستندویه پلاوي یوناما یوه افغانه کارکوونکې په یووسله وال برید کې وژلې ده.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې میرمن تورپیکۍ الفت په داسې حال کې نن سهار میرویس روغتون ته وروړل شوې چې په برید کې د اخیستو ټپونو له امله یې لا دمخه ساه ورکړې وه.

کابل کي د یوناما دفتر امریکا غږ اشنا راډیو ته په برید کې د دغه دفتر د یوې افغانې کارکونکې وژل تائید کړل.

ددغه دفتر په یو بیان کې چې امریکا غږ ته استول شوی ویلی چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونود مرستندویه پلاوی په میرمن تورپیکۍ الفت باندې په برید ډیر په غصه شوی دی.

یوناما په دغه بیان کې ویلي چې د پیښې په پلټنې کوي.

همداشان یوناما د میرمن الفت د کورنۍ او همکارانو سره هم خواخوږي څرګنده کړې ده.

د کندهار پولیس وایي د ناپیژندو وسله والو موټرسایکل سپرو نن سهار شاوخوا اته بجې د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونود مرستندویه پلاوي یوناما په یوې افغانې کارکوونکې میرمن الفت برید وکړ چې کله هغه له خپل کور څخه د دفتر په لور روانه وه.

په کندهار کې د ملګرو ملتونوپه یودفتر کې یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې میرمن تورپیکۍ الفت له تیرو دولس کلونو په کندهار کې د یوناما په دفتر کې د ښځو سره د مرستو په څانګه کې کارکوه.

همداشان تراوسه کومې ډلې په میرمن تورپیکۍ د برید مسولیت نه دی اخیستی.

د کندهارپه غورک کې درنه جګړه پیل شوې

د بلې خوا د کندهار په شمالي ولسوالۍ غورک کې يو ځل بیا د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ درنه جګړه پيل شوې ده.

چارواکي وایي چې دغه جګړه چې له تیرو ۴ ورځو راهیسې روانه افغان امنیتي ځواکونه لا هم د دغې ولسوالۍ مرکز او شاوخوا پوستې په خپل کنټرول کې لري.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږته وويل چې په دغو روانو جګړو کې تراوسه شاوخوا ۲۵ افغان پولیس اود ملي اردو عسکر وژل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قوال اوردو قوماندان په غورک کې د جګړې د شدت خبرونه تائیده وي خو وايي چې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات به د ورځي په اوږدو کې له رسنیو سره شریک کړي.
تیر ماښام د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ځانګړو ځواکونو په ملتیا د هوا له لارې غورک ولسوالۍ ته رسېدلی دی .

امنیتي مقامات وايي چې اوس هلته سخته جګړه روانه ده او شاوخوا ۴۰ طالبان د جګړې او بمبارۍ پر مهال وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان شوي دي.

د غورک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې د جګړې له امله ملکي وګړو ته هم تلفات اوښتي او هم هغوی د خوراکي توکو د کموالي سره مخ دي .

غورک د کندهار په لویدیځ کې له هلمند او اروزګان ولایتونو سره نږدې پرته ولسوالۍ ده .

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په لیږلي تلیفوني پیغام کي ادعا کړې چې د غورک په والسوالۍ کې يې څلور امنیتي پوستې نیولي او افغان سرتیرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG