د لاس رسي وړ اتصالات

د آسترالیا د کډوالو مرکز کې د یو افغان مړینې اندېښنې پارولې


د مړه شوي افغان کډوال عمر او د مرګ علت معلوم نه دی
د مړه شوي افغان کډوال عمر او د مرګ علت معلوم نه دی

د کډوالو د حقونو مدافعانو په استرالیا کې د مهاجرو په نظارت خانه کې د یو افغان کډوال د مړینې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

دغه افغان ۲۳ کلن و او د جمعې په ورځ (جولاۍ ۱۲-سرطان۲۱) د کډوالو په نظارت خانه کې مړ شوی دی.

چارواکو لا د دغه کډوال د مرگ علت نه دی ښودلی خو پولیس وايي دا یوه مشکوکه قضیه ده. د دغه افغان نوم هم ندی ښودل شوی، خو وايي چې هغه په ۲۰۱۳ کال کې استرالیا ته پناه وړې وه.

د کډوالو د حقونو مدافعانو د دغې پېښې د پلټنو غوښتنه کړې ده او ویلي دي چې دا کډوال تر نامعلومې مودې پورې په دغو کمپونو کې مېشت کړل شوي او کړیږي.

استرالیا ټول پناه غوښتونکي له صحي معایناتو وروسته دغو نظارت خانو کې مېشتوي او دباندې د وتلو اجازه هم نه ورکوي. استرالیا له ۱۹۹۰ راهېسې د کډوالو په اړه دا تګلاره غوره کړې ده.

استرالیا د کډوالو د مخنیوي لپاره په پاپوانیوګیني کې استرالیا ته د ورتلونکو کډوالو لپاره یو کمپ جوړ کړی و، خو محکمې دا کمپ د قانون خلاف وګڼه او په ۲۰۱۷ کې وتړل شو.

په استرلیا کې د پناه غوښتنې په نیت سلګونه کسان چې په دغه کمپ کې مېشت کړل شوي وو، لا هم هلته پاتې دي. تازه شمېرې ښيي چې د استرالیا د کډوالو په نظارت خانو کې ۱۲۷۰ تنه مېشت کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG