د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي د چین په اسیايي لوبو کې خپل هندی سیال مات کړ


د ووشو د برخې افغان ورزشکار خالد هوتګ خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه.
د ووشو د برخې افغان ورزشکار خالد هوتګ خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د ووشو ورزشکار محمد خالد هوتک د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (میزان څلورمه) په اسیايي لوبو کې خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د برونزو مډال یقيني کړ.

هوتک د سیالۍ په دویمې مرحلې کې خپل هندي سیال سورج یادوف ته ماتې ورکړه. خالد هوتک یوه ورځ مخکې خپل قزاقستانی سیال هم مات کړی و.

هغه به د چهارشنبې په ورځ له خپل چیني سیال فینګ هي سره لوبه کوي که او یې وګټله، د دغو سیالیو وروستۍ مرحلې ته به لاره وکړي.

تر دې مخکې افغان تکواندوکار محسن رضايي خپلو تاجیکستاني او جاپاني سیالانو ته له ماتې ورکولو سره د برونز مډال وګاټه.

بل افغان تکواندو کار بیژن صدرزاده هم خپل تاجیکستاني سیال ته ماتې ورکړې ده.

د افغانستان د تکواندو د ملي فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر په خپله فیسبوک پاڼه کې دغه مډال "تاریخي او ارزښتناک" بللی دی.

دا لوبې د چین د هانګژو په ښار کې کېږي چې لسګونه افغان لوبغاړي په کې لوبېږي. هلکان او نارینه لوبغاړي له کابل څخه دغو سیالیو ته ورغلې او همدغه راز ۱۷ ورزشکاري افغانې نجونې له بهر څخه په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره ورغلي دي.

د افغانستان د کرکټ یوه لوبډله هم دغو سیالیو ته تللې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG